په سوریې کښې ترهګرۍ باید ختمه شی
Jul 19, 2019 10:40 Asia/Kabul
-
امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ د اوږدولو هڅه کوي .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف نن د جرمنی له یوې(۱) ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل دسوریې په ادلب ولایت کښې د لسګونو زره ترهګرو دشتون په هکله تراخره غلی نشو پاتې کیدلی .
هغه ټینګار وکړ په سوریې کښې دترهګرۍ د مرکز له مینځه وړل د اروپایی اتحادیې په شمول د ټولو هیوادونو په ګټه دی ځکه چې دغه مسله به راتلونکی کښې له سیمې د ترهګرو ګواښونو سویه کمه کړی او د کډوالیدا بهیر به محدود کړی .
د روسیې خارجه وزیر سرګی لاوروف پرون دغه راز په ماسکو کښې د ساحل عاج هیواد له خارجه وزیر مارسل امون سره په ګډ خبری کانفرنس هم وویل امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ د اوږدولو هڅه کوی او د خپلو جیو پولیټیک هدفونو دتحقق لپاره د جبهه النصره ترهګرې ډلې دساتلو کوشش کوی .
ټیګونه