د امریکا او د روسیې تړون پاې ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/world-i83789-د_امریکا_او_د_روسیې_تړون_پاې_ته_ورسید
زمونږخبریال وایی د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د منځ واټنه اټومی توغندیو له تړون ایی این ایف (intermediate-Range Nuclear Forces Treaty)څخه په رسمی ډول دخپل هیواد د وتلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 02, 2019 15:39 Asia/Kabul
  • ایي این ایف تړون امریکا او روسیه په اروپا کښې د کروز (Cruise)او بلاسټیک(Ballistic) توغندیو په دیره کولومنع کول .
    ایي این ایف تړون امریکا او روسیه په اروپا کښې د کروز (Cruise)او بلاسټیک(Ballistic) توغندیو په دیره کولومنع کول .

زمونږخبریال وایی د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د منځ واټنه اټومی توغندیو له تړون ایی این ایف (intermediate-Range Nuclear Forces Treaty)څخه په رسمی ډول دخپل هیواد د وتلو خبر ورکړ .

هغه دغه تړون ته د روسیې د نه پاې بندۍ دادعا په تکرارولو سره وویل د روان میلادی کال د فرورۍ په دوهمه (۲) نیټه امریکا روسیې ته شپږ (۶) میاشتې فرصت ورکړ این ایف تړون ته پاې بنده پاتې شی  خو روسیې مخالفت وکړ نو اوس دغه موافقه له نن څخه  پاې ته رسیږی .

دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په روسیې باندې ددغه امنیتی تړون د ماتی د مسولیت په اچولوسره ادعا وکړه امریکا به د داسې تړون برخه ونه وسی چې بل لوری یې خلاف ورزۍ وکړی او زیاته یې کړره روسیه ددغه تړون د دړې وړې کیدا ګرم هیواد دی .

روسیې هم په یوې(۱) بیانیې له نوموړی موافقې وتل اعلان کړل .

ناټو هم ادعا وکړه دوې د روسیې حکومت د منځ واټنه اټومی توغندیو د تړون د دړې وړې کیدا مسول ګڼی او له دغه تړون څخه د وتلو لپاره دماسکو اقدام ته ځواب ورکوی .

د امریکا او دروسیې د هغه وخت مشرانو په نولس سوه اوه اتیایم(۱۹۸۷) میلادی کال کښې د منځ واټنه توغندیو تړون لاسلیک کړی وو .

دغه تړون امریکا او روسیه په اروپا کښې د کروز (Cruise)او بلاسټیک(Ballistic) توغندیو په دیره کولومنع کول .