اروپا دامریکا په سمندری ائتلاف کښې ګډون نه کوی
-
امریکا ویلي دي چې په فارس خلیج سیمه کښې د یوه(۱) پوځي ائتلاف دجوړولو هڅه کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د فرانسې دفاع وزیرې میرمن فلورانس پارلی (Florence Parly)بیګا ټینګار وکړ اروپایی اتحادیه به په فارس خلیج کښې دامریکا په مشرۍ سمندری ائتلاف کښې ګډون ونکړی .
هغې د فینلینډ په پلازمینې هلسینکی کښې د اروپایی اتحادیې د دفاع او دخارجه وزیرانو د غونډې له پیلیدا مخکې وویل اروپایی هیوادونه په فارس خلیج کښې د تجارتی کشتیو د بدرګه کولو لپاره دامریکا په عملیاتو کښې له ګډون کولو سره مخالف دی .
د امریکا له سمندری ائتلاف سره د نوروهیوادونو د یوځاې کولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅو تراوسه عملا ماتی خوړلی ده .
حاضردمه یوازې بریتانیا ، صهیونیسټ رژیم او د بحرین الخلیفه رزیم د امریکا په مشرۍ سمندری ائتلاف کښې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .
امریکا په تیرو څو میاشتو کښې په ایران ددباو د ډیرولو سره په سیمه کښې خپل پوځی شتون زیات کړی دی او د بریتانیا په شمول له خپلو متحدانو سره یوځاې لسمونکی اقدامات ترسره کوی .
په همدې لړ کښې امریکا ویلی دی چې په فارس خلیج سیمه کښې د یوه(۱) پوځی ائتلاف دجوړولو هڅه کوی .
د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ویلی دی دا ایران او دسیمې هیوادونه دی چې باید د فارس خلیج او د هرمز اوبلارې امنیت تامین کړی .