د بریتانیا لومړی وزیر اکثریت له لاسه ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84399-د_بریتانیا_لومړی_وزیر_اکثریت_له_لاسه_ورکړ
فارس خبری اژانس د بریتانیا د رسنیو په قول راپور ورکړ له لیبرال ډیموکراټ ګوند سره د کنزرویټو ګوند د یوه(۱) استازی په یوځاې کیدا سره لومړی وزیر بوریس جانسن په پارلمان کښې خپل اکثریت له لاسه ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2019 00:17 Asia/Kabul
  • هره ورځ لا پسې روښانه کیږي چې د لومړي وزیر بوریس جانسن حکومت له موافقې پرته له اروپايي اتحادیې د وتلو کوشش کوي .
    هره ورځ لا پسې روښانه کیږي چې د لومړي وزیر بوریس جانسن حکومت له موافقې پرته له اروپايي اتحادیې د وتلو کوشش کوي .

فارس خبری اژانس د بریتانیا د رسنیو په قول راپور ورکړ له لیبرال ډیموکراټ ګوند سره د کنزرویټو ګوند د یوه(۱) استازی په یوځاې کیدا سره لومړی وزیر بوریس جانسن په پارلمان کښې خپل اکثریت له لاسه ورکړ .

 پرون د انګلستان په  ولسی جرګې هاوس اوف کامنز ( House of Commons)کښې د لومړی وزیر بوریس جانسن د وینا په وخت د کنزرویټو ګوند یوه استازی فیلیپ لی (Phillip James Lee)له دغه ګوند څخه په وتلو سره له لیبرال ډیموکراټ  ګوند  سره یوځای شو .

د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن له اروپایی اتحادیې دانګلستان د ایستلو په هکله د پارلمان غونډې ته په وینا کښې وویل زما په حکومت کښې ټول استازی له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو موافقه غواړی خو ولسی جرګې هاوس اف کامنز درې (۳) ځله دغه موافقه رد کړی ده .

دغه راز د انګلستان د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین هم وویل هره ورځ لا پسې روښانه کیږی چې د لومړی وزیر بوریس جانسن حکومت له موافقې پرته له اروپایی اتحادیې د وتلو کوشش کوی .

د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن ټینګار کړی دی چې زما حکومت کلکه اراده لری انګلستان د اکتوبر د میاشتې په یودیرشمه (۳۱) نیټه له اروپایی اتحادیې سره په موافقې یا موافقې پرته له دغه اتحادیې وباسی .