طالبان له امریکا سره په خبرو کښې برلاسی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84454-طالبان_له_امریکا_سره_په_خبرو_کښې_برلاسی_دی
زمونږخبریال وایی د امریکا دسیاسی چارو کارپیژاند سیټ جونز (Seth Jones) وویل دافغانستان طالبان له واشنګټن سره په خبرو کښې برلاسی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2019 07:54 Asia/Kabul
  • که چیرې موافقه هم لاسلیک شي له افغانستان څخه دامریکا دعسکرو وتل به  په بشپړه ډول  نه بلکې جزيي وي .
    که چیرې موافقه هم لاسلیک شي له افغانستان څخه دامریکا دعسکرو وتل به په بشپړه ډول نه بلکې جزيي وي .

زمونږخبریال وایی د امریکا دسیاسی چارو کارپیژاند سیټ جونز (Seth Jones) وویل دافغانستان طالبان له واشنګټن سره په خبرو کښې برلاسی دی .

دامریکا د ملی امنیت دپروګرام لوړرتبه سلاکار او د نړیوالو او دستراتیژکو مطالعاتو دمرکز نامتو کارپیژاند سیټ جونز له سی این این (CNN) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل په افغانستان کښې د طالبانو وروستی بریدونه ډیر اهمیت لری ځکه دغه حملې په داسې حال کښې کیږی چې د امریکا او دطالبانو دسولې خبرې روانې دی .

جونز دې ته په اشارې سره چې دافغانستان طالبان د قدرت له دریځه خبرې کوی وویل دغه ډله په راتلونکی کښې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د خپل ارتباط له کمولو پرته بله کومه خاص ژمنه نه کوی .

ټاکل شوی ده چې امریکا له طالبانو سره دموافقې په بدل کښې په افغانستان کښې دخپلو پوځیانو شمیر کم کړی .

دامریکا  نیشنل اینټرسټ( National Interest) دوه میاشتنې (bimonthly)مجلې ولیکل په داسې حال کښې چې د طالبانو او د واشنګټن خبرې اترې روانې دی له مخکې څخه زیات په ډاګه کیږی  که چیرې موافقه هم لاسلیک شی له افغانستان څخه دامریکا دعسکرو وتل به  په بشپړه ډول  نه بلکې جزیی وی .