خلیل زاد له طالبانو سره دخبرو لپاره بیا قطر ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84473-خلیل_زاد_له_طالبانو_سره_دخبرو_لپاره_بیا_قطر_ته_تللی
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې دامریکا استازی یوځل بیا قطر ته په سفر سره له طالبانو سره خبرې پیل کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2019 10:16 Asia/Kabul
  • خلیل زاد له دې مخکې ویلي وو چې له طالبانو سره لومړنۍ موافقې ته رسیدلي یوو .
    خلیل زاد له دې مخکې ویلي وو چې له طالبانو سره لومړنۍ موافقې ته رسیدلي یوو .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان په چارو کښې دامریکا استازی یوځل بیا قطر ته په سفر سره له طالبانو سره خبرې پیل کړې .

دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له طالبانو سره د موافقې د متن په هکله د ولسمشر اشرف غنی په شمول د هیواد له لوړرتبه چارواکو سره د سلامشورې لپاره تیره اونۍ کابل ته ورغلی وو پرون په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا د عسکرو له نامتو قومندان سکاټ میلر سره یوځاې له طالبانو سره د خبرو اترو  د دوام لپاره قطر ته ورستون شو .

خلیل زاد له دې مخکې ویلی وو چې له طالبانو سره لومړنۍ موافقې ته رسیدلی یوو او ددغه موافقې له لاسلیک کیدا وروسته امریکا په یوسل پینځو دیرشو (۱۳۵)ورځو  کښې له افغانستان څخه خپل پینځه زره څلور سوه (۵۴۰۰) پوځیان وباسی .

د کابل د چارواکو له ګډون پرته د امریکا د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې د خبرواترو ترسره کیدا او  دافغانستان دحکومت د نظر له تامینولو پرته د دواړو لورو ترمینځ احتمالی توافق  د افغانستان دچارواکو اندیښنه راپارولی ده .