ورځپاڼو ته کتنه 11-7-98
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84996-ورځپاڼو_ته_کتنه_11_7_98
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2019 08:55 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 11-7-98

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ نننيو ټولو ورځپاڼو پرون په تهران کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زرګونوقوماندانانو او افسرانو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي. نو له دغو څخه به هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راواخلو چې د معظم رهبر دغه وېناوې يې نقل کړي دي. ورځپاڼه ليکي: د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د سپاه پاسدارانو د ګڼ شمېر قوماندانانو او افسرانو په کتنه کښې په خپله وېناکښې د امریکې د زیات دباو د سیاست ماتې خوړلو او د سلطې د نظام په مقابل کښې د ایران نه تسلیمیدو ته په اشارې سره وویل ایران به په جدیت او پریکنده توب سره ښو نتیجو ته تر رسیدو پورې د ايټمي ژمنو کمولو ته دوام ورکړي.

دوي دایران ددغې بیلګه ماتې د یو حالت د رامینځته کولو او القا کولو لپاره د امریکې وروستۍ ناکامۍ ته په اشارې سره زیاته کړه امریکې له ولسمشر ټرمپ سره  کتنې ته د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی د مجبورولو لپاره زاري منت  وکړ او له اروپائي ملګرو یې هم مرسته وغوښتله خو ونه توانیدله او تر دې ساعته پورې زیات دباو ماتې خوړلې ده او زه په پریکنده توګه وایم چې آخر به هم د امریکې د زیات دباو سیاست ماتې وخوري.

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز  اټومی موضوع ته په اشارې سره وویل داټومی ژمنو د کمولو کار دایران داټومی انرژۍ د ادارې پرغاړه دی  او باید هماغه ډول چې حکومت ویلی دی په کامل جدیت ، په دقیق او جامع ډول دوام ومومی چې ښې نتیجې ته ورسیږی او په پریکنده توګه به دغه نتیجې ته ورسیږی .

حضرت ایت الله خامنه ای په افغانستان ، عراق او سوریې کښې د دښمانانو په تیره بیا  دامریکې لګښتونو ته په اشارې سره وویل هغوې (امریکې او ملګرو یې ) په ډیرو لګښتونو سره داعش ډله جوړه کړه او د دغه ډلې وسله وال ، مالی او تبلیغاتی ملاتړونه یې وکړل خو اوس دغه ډله د سوریې ،عراق او ایران د ځوانانو په زیار سره له مینځه تللې ده او امریکا په  دروغو وائي چې دوې داعش ډله له مینځه وړې ده.

-------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د معظم رهبر له وېناو سره سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قوماندانانواو افسرانو په دغه کتنه کښې د سپاه د مشر جنرل حسين سلامي وېنا راخېستې ده او ليکلي يې دي جنرل سلامي وويل، د صهيونېسټ رژيم وړه غوندې تېروتنه به د دغه رژیم د ختمېدو سبب شي.

هغه زياته کړه نن سبا د ایران داسلامی انقلاب د تماس لیکې په زرګونو کلومیټره ژورې شوې دي او له ظلم سره د مبارزې، د عدالت غوښتنې او د معنویت دپیغام په انتقالولو سره امریکا دسیمې په سیاسي او امنیتي بدلونونو کښې څنګ ته کړې شوې ده .

د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامی د اسلامی انقلاب په اقتدار باندې ټینګار سره وویل سپاه پاسداران د هیواد دننه په  نوی کیدو سره په بیلابیلو ډګرونو کښې د خپل توان د نور پیاوړي کولو په لور دحرکت په حال کښې دي .

-------

د تهران چاپ يوې بلې ورځپاڼې رسالت بيا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانود قدس ځواک د مشر جنرل قاسم سليماني وېنا نقل کړې او ليکي: د قدس ځواک قومندان جنرال قاسم سلیمانی له صهیونیسټ رژیم سره د لبنان دمقاومت دغورځنګ حزب الله د درې دیرش ورځني جنګ د جزئیاتو په بیانولو سره وویل که چرې دغه جنګ نه وې بند شوے نو د اسرائیلو پوځ دړې وړې کیدۀ.

هغه د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود د حفظ او نشر د دفتر له اینټرنیټ پاڼې سره په مرکه کښې د لبنان په خلاف د اسرائیلو د درې دیرشورځني جنګ د رامینځته کیدو د زمینو په حقله وویل په عراق کښې د امریکې شتون او هغه رعب او ویره چې په سیمه کښې یې رامنځته کړې وه  د عربو هیوادونو چمتووالې او له صهیونیسټ رژیم سره د دغو عربو هیوادونو د پټې ملګرتیا اعلانول او له حزب الله څخه د خلاصون لپاره  له دغه فرصت څخه د ګټې د پورته کولو لپاره داسرائیلو رژیم هدفونه د دغه جنګ د پیلولو لپاره درې پټ هدفونه وو .

---------

او د تهران چاپ ايران ورځپاڼې د اسلامي ايران د ولسمشر له قوله وليکل: ډاکټر حسن روحاني د ايران د ملت په خلاف د دښمانانو دباونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ له یونیم کال پرله پسې دباونو وروسته دایران د ستر ملت قدرت او مقام لا پسې روښانه او لوړ شوے دے .

هغه پرون کابینې ته په وینا کښې  وویل امریکې د بیمې او بېنکونو په فعالیتونو او دتیلو په خرڅولو کښې د ګډوډۍ او د  بائیکاټ د لګولو په شمول په  ایران باندې د ترټولو بدو دباونو په راوستلو سره ایران ته د ګوزار ورکولو هڅه کوله خو هیڅ نتیجې ته ونه رسیده.

حسن روحانې په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې دایران اقتصادي ثبات او حالات له تیر کال څخه په کرتونو ښه دي وویل د ایران د مرکزي بېنک د  رپوټ له مخې د هیواد دملی پیسو یعنې تومان ارزښت د تیر کال په نسبت څلویښت فیصده زیات شوے دے.

ډاکټر حسن روحانی وویل   هغه هیوادونه چې د لویدیځې اېشیا د سیمې  لپاره یې مشکل رامنځته کړے دے داسې هیوادونه دي چې له تیرو پینځوکلونو راهسې د یمن په مظلومو خلقو وحشيانه بمبارۍ کوي او زیاته یې کړه  ایران په دغو پینځو کلونو کښې د نړیوالې ترهګرۍ په مقابل کښې د مظلومانو دفاع کونکې وو  او هیڅوک له دغه حقیقت څخه انکار نشي کولې.

---------

دا هم د پاکستان ورځپاڼې چې وړومبې هم جنګ ورځپاڼه رااخلو چې د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان له قوله يې ليکلي دي: په پاکستان کښې به د انګرېز استعمار جوړ کړې شوے تعليمي نظام ختم کړم. هغه زياته کړه په يو هېواد کښې درې ډوله تعليمي نظام بې انصافي ده، طبقاتي تعليمي نظام د هېواد ټولنه له تباهۍ سره مخامخ کړې ده.

--------

ورځپاڼې وليکل، په پاکستان کښې د طالب ډلې او امريکې ترمېنځ د افغانستان د صلحې د خبرو اترو د بندون د ختمولو لپاره هلې ځلې زياتې شوې دي او دغه هېواد ته د افغانستان په چارو کښې د امريکې د استازي زلمے خليلزاد له سفره وروسته طالب پلاوي هم سفر او د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره يې ليدنې کتنې او خبرې اترې کړي دي.

ورځپانې د دغه سفر په دوران کښې د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د طالب ډلې د دولس کسيز پلاوي چې مشري يې ملا عبدالغني برادر کوي د کتنې خبر ورکړے دے. په خبر کښې راغلي دي چې په دغه کتنه کښې په سيمه کښې د امن او ثبات د ټيګښت، د افغانستان د صلحې د خبرو اترو او د دلچسپۍ وړ نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې او د نظر تبادله اوشوه.

---------

د پاکستان اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د هندوستان او پاکستان په کنټرول لائن کښې د هندي ځواکونو په ډزو سره يوه مېرمن ووژل شوه او درې تنه نور کسان ژوبل شول.

----------

ګرانو دوستانو نن د کابل چاپ ورځپاڼو د تعطيل له کبله به ځينو نورو بهرنيو ورځپاڼو ته يوه کتنه وکړوو:

فارین پالېسي د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه لیکنه کړې ده او پوښتنه کوي چې دا انتخابات د اعتبار وړ دي؟

د خپرونې په باور، طالبان ښایي دې ټاکنو ته د امريکائي پروسې نوم ورکړي، خو د افغانستان اکثریت نوے ځوان نسل په ډموکراسۍ باور لري.

وړاندې راغلي دي چې دواړه مخکښ کاندیدان اشرف غني او عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د بریالیتوب ادعا کوي، خو یو به یې سم وایي.

خپرونه بیا وړاندوینه کوي چې د نومبر د اوومې نېټې تر نهایي نتیجو مخکې دا هم ممکنه ده چې دا انتخابات د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ دوهم دور ته ولاړ شي، خو خپرونه دا پوښتنه کوي چې د انتخاباتو نتیجه به اکثرو ته د منلو وړ وي؟

------

ډیپلومات د افغانستان د سولې په اړه لیکنه خپره کړې او لیکي چې اسلام‌اباد د دې خبرو بیا پیلېدو ته ډېر لېوال دی.

دا خپرونه د امریکایي پلاوي او طالبانو د سولې د خبرو د لغوه کېدو په ارتباط لیکي چې اسلام‌اباد غوښتل چې موافقه وشي، خو ولسمشر ټرمپ وروسته له نهه پړاوه دا خبرې لغوه کړې او پاکستان‌یې حیران کړ.

---------