هند او پاکستان دې د کشمری په هکله خبرې اترې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85119-هند_او_پاکستان_دې_د_کشمری_په_هکله_خبرې_اترې_وکړې
د چین د خارجه وزارت ویاند د کشمیر په هکله د اختلافاتو د هواري لپاره د هند او پاکستان ترمینځ د خبرواترو د کیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2019 11:48 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان دې د کشمری په هکله خبرې اترې وکړې

د چین د خارجه وزارت ویاند د کشمیر په هکله د اختلافاتو د هواري لپاره د هند او پاکستان ترمینځ د خبرواترو د کیدو غوښتنه وکړه.

ګنګ شوانګ پرون د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې بدلونونو او ناکرارۍ ته په اشارې سره وویل: د کشمیر په هکله د چین دریځ روښانه دی او له هند او پاکستان دواړو غواړي چې د اختلافاتو په هکله په خپلو کښې خبرې اترې وکړي.

د چین د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه چې د کشمر د مسئلې په هکله د هند او پاکستان د چارواکو ترمینځ خبرې اترې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.