هند په کشمیر کښې د ارتباطي محدودیتونو د ختمولو ژمنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85195-هند_په_کشمیر_کښې_د_ارتباطي_محدودیتونو_د_ختمولو_ژمنه_کړې
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د ارتباطي محدودیتونو له لګیدو څه باندې د دوو میاشتو له تیریدو وروسته نوې ډیلي وویل چې په دغو کښې ځینې محدودیتونه لغو کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2019 02:11 Asia/Kabul
  • هند په کشمیر کښې د ارتباطي محدودیتونو د ختمولو ژمنه کړې

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د ارتباطي محدودیتونو له لګیدو څه باندې د دوو میاشتو له تیریدو وروسته نوې ډیلي وویل چې په دغو کښې ځینې محدودیتونه لغو کوي.

فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د جمو او کشمیر د حکومت ویاند روهیت کانسال پرون رسنیو ته وویل: د کشمیر په ځینو سیمو کښې به د اکتوبر له څوارلسمې یعنې د ګل له ورځې نه د موبایل فون ټول لاینونه فعال شي.

دغه هندي چارواکي زیاته کړه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په لسو سیمو کښې د موبایل فون لاینونه بحالیږي.

د ویلو ده چې د هندوستان حکومت د روان کال د آګست په پنځمه نیټه د جمو او کشمیر خودمختاري او ځانګړې اختیارات ختم کړل او په سیمه کښې یې د موبایل فون په شمول ټولې ارتباطي لیکې غوڅې کړې.

په کشمیر کښې د هندوستان ځپونکي اقدامات د نړیوالې ټولنې او د بشري حقوقو د تنظیمونو له پراخ اعتراض سره مخ شوې دي.