په سوریې کښې به داعش بیا احیا شی
-
د امریکا پخواني دفاع وزیر جیمز ماټیس څرګندونې په داسې حال کښې مطرح شوي ده چې امریکا په خپله د داعش ترهګرې ډلې اصلي ملاتړي ده .
زمونږ خبریال وایی د امریکا پخوانی دفاع وزیر جیمز ماټیس (James Norman Mattis) د سوریې له شمال څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو په هکله د ولسمشر ټرمپ په فیصلې نیوکې سره وویل داعش ډله به په سوریې کښې بیا احیا شی .
جیمز ماټیس له این بی سی ( NBC) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې خبرداری ورکړ د سوریې په شمال د ترکیې د پوځی حملې او له دغه سیمې د امریکا د عسکرو د وتلو په خاطر دغه سیمه له بلوا او بې نظمۍ سره مخ شوی ده او ګمان کیږی دداعش ډلې غړی چې په دغه سیمه کښې پټ شوی دی او دغه راز هغه کسان به چې همدا اوس په دغه سیمه کښې زندانی دی له دغه موضوع ګټه پورته کړی .
د امریکا پخوانی دفاع وزیر جیمز ماټیس ډاګینه کړه باوری یم خارجه وزیر مایک پمپئو ، د دغه هیواد جاسوسۍ ادارې او هغه خارجی هیوادونه چې له مونږ سره ملګرتیا کوی حق لری ووایی چې داعش ډلې ماتی نه ده خوړلی .
جیمز ماټیس ادعا وکړه مونږ باید په داعش ډلې د دباونو اعمالولو ته دوام ورکړو چې هغه ونشی کولای بیا نوی کسان ترلاسه کړی .
د امریکا پخوانی دفاع وزیر جیمز ماټیس څرګندونې په داسې حال کښې مطرح شوی ده چې امریکا په خپله د داعش ترهګرې ډلې اصلی ملاتړی ده .