له سوریې دامریکا یوزر عسکر وځی
-
د سوریې حکومتي ټیلي ويژن پرون د رقه ولایت په شمال کښې له «الجبلیه» مرکز د امریکا د عسکرو د وتلو خبر ورکړ .
زمونږ خبریال وایی د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر (Mark Esper) له سی بی ایس ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل د ولسمشر ټرمپ په حکم د واشنګټن زر (۱۰۰۰) پوځیان د سوریې له شمالی سیمو وځی .
هغه وویل دغه اقدام د امریکا د ولسمشر ټرمپ په حکم او د سوریې په شمالی سیمو کښې د ترکیې دپوځی عملیاتو دوام ته په پام سره ترسره کیږی .
مارک اسپیر په دې خبرې سره چې دسوریې له شمالی سیمو د امریکا د عسکرو وتل په مکمنه چټک او امنه ډول ترسره کیږی وویل مونږ د جنګ د دوو (۲) خواو په مینځ کښې راغلی یوو او په دغه حالت کښې د امریکا د عسکرو هلته پریښودل غیرمسولانه کار وو .
دامریکا دفاع وزیر مارک سپیر(Mark Esper) دغه خبره په ګوته نکړه چې ایا د واشنګټن ځواکونه په کامل ډول له سوریې وځی یا ټاکل شوی ده د سوریې په کومې بلې سیمې کښې دیره شی .
د ویلو ده چې د سوریې دشمالی سیمو پرضد د ترکیې پوځی تیری او عملیات د امریکا په شنې اشارې سره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
د سوریې کردانو د امریکا دعسکرو شاتګ له شاڅخه په چړې وهل بللی دی .
دغه راز د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو په نوم د کرد ملیشا ډلو قومندان مظلوم کوبانی وویل که چیرې امریکا دسوریې په شمال کښې د ترکیې د عملیاتو د بندولو او له کردانو دملاتړ لپاره کوم اقدام ونکړی نو کردان به له روسیې او د سوریې له حکومت سره تړون وکړی .
هغه د داعش پرضد دامریکا تش په نامه ائتلاف کښې د امریکا د ځانګړی استازی له مرستیال ویلیم روباک سره په کتنې کښې امریکا د کردانو په خرڅولو تورنه کړه او ویې یل د سوریې کرد مشران ګروهنه لری د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ته په کام احترام سره د هیواد په سیاسی بهیر کښې فعال ګډون ولری او په نهایت کښې د دمشق د حکومت تر حکم لاندې ورشی .
دغه راز دسوریې حکومتی ټیلی ویژن پرون د رقه ولایت په شمال کښې له «الجبلیه» مرکز د امریکا د عسکرو د وتلو خبر ورکړ .