سوریه؛ په تهران کې د پوتین د استازي د سلامشورو مرکز
په تهران کې د روسیي د ولسمشر ځانګړي استازي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي سلاکار او د ملي امنیت د عالي شورا له منشي سره د سوریې د چارو په اړه کتنه او د دغه هیواد د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علی شمخانی د چهارشنبې په مازیګر د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي الکساندر لاورنتیف سره د سوریه د چارو په په هکله په کتنه کې د سوریې په شمال کښې اخیرنو بدلونونو او په دغه سیمه د ترکيې د پوځ د برید سره مخالفت ته اشارې سره وویل: هر قسمه اقدام چې په سیمه کښې د نا امنۍ او د کړکیچونو د زیاتېدو سبب وې، باید زر تر زره ودرېږي.
ایران او روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له ترکیې سره د سوریې د بحران د حل کولو لپاره ښه ملګرتیا لرله او هم په دغه چوکاټ کې د آستانې خبرو اترو بهیر بڼه ونیوله. په دغه چوکاټ کې د سوریې د بحران په اړه بېلابېل مذاکرات ترسره شول چې په سوریه کې یې نسبي امن و امان او آرامښت برقرار کړي دي.
دغه سلا مشوري د خارجه وزارت پر سویې سربیره د ایران روسیې او ترکیې د مشرانو په سطحه هم ترسره شوې او وروستی پړاو یې د ترکیې په پلازمینه آنقره کې ترسره شو. د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ تاکید او له ترهه ګرۍ سره ګډه مبارزه هغه مسایل دي چې همیشه پرې د ایران روسیې او ترکیې ولسمشرانو تاکید کړی او همدا سیاست د آستانې د خبرو اترو د بهیر د کامیابۍ ښودنه کوي.
د استانې مذاکرات د امریکا تر ارادې بهر دي او د دغه بهیر په چوکاټ کې دي د سوریې میداني او سیاسي بدلونونه په سم لورې روان شوې دي او اوس هم دغه بهیر ته پام د سوریې د بحران د حل یوازینۍ لاره ده او یو اړخیز اقدامات د بحران له حل سره هیڅ مرسته نه کوي.
که څه هم ترکیه له سوریې سره په خپلو پولو کې ځینې امنیتي اندیښنې لري خو د ختمولو طریقه یې یو اړخیز اقدامات او د سوریې په شمال ختیځ حمله نه ده او د سوریې له دولت سره ګډه ملګرتیا او د آدانا د موافقې د اجرا په چوکاټ کې اقدامات د ترکیې د دولت د اندیښنو د ختمولو لپاره ښه طریقه ده.
په دې اړه د آسیا د لویدیځ د مسایلو کارپوه فتح الله توسلي په دې بیان سره چې ترکیه دوه اندیښنې لري ، یوه د کردو مساله او بل د سوریې له پولو د ترهه ګرو تیریدل او ترکیې ته یې اوړیدل، وویل: د ترکیې د غوښتنې د پوره کولو لارې چارې لا پخوا په نظر کې نیول شوې دي، د سوریې او ترکیې تر مینځ یوه موافقه موجوده ده چې دواړه هیوادونه د یو بل په غږملتیا له ترهه ګرو سره مقابله وکړي.
د ترکیې یو اړخیز اقدامات نه یوازې د دغه هیواد د اندیښنو له ختمولو سره کومه مرسته نه کوي بلکې په سیمه د کړکیچ د غځیدو زمینې هم برابروي او ټولو هیوادونه ترې تاوان مومي، د اسیا په لویدیځ کې د ترهه ګرو شتون د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ دی او ټول باید د سوریې له دولت سره مرسته وکړي چې له ترهه ګرو سره مقابله وکړي.
د سوریې دولت په نړیواله سویه یو پیژندل شوی او ټینګ دولت دی او د دغه هیواد د ملي واکمنۍ خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه ضروري چاره ده. په دغه شان حالاتو کې ضروري ده چې د ترکیې دولت د خپلو اندیښنو د ختمولو لپاره خپل اقدامات د سوریې د دولت تر څنګ وکړي او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکاندي.