دښمنانو دحسینی اربعین دپرتمینو دستورو په خرابولو کې ماته خوړلې
د حسینی اربعین میلیونی لاریون او ددغه ستر او ولولناک ستر حرکت څخه د خلکو تود هرکلی ددې ښودنه کوی ، چې د حسینی اربعین کلتوری رسالت یوازې په کربلا معلی او بین الحرمیّن کې نه دی ،بلکې درسته نړۍ ورته لبیک وائی .
ایران پریس خبری آژانس راپورورکړی د ایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی چې دایران دجنوب لویدیځ خوزستان ولایت شلمچې نړیوالې پولې دلیدو لپاره تللی ټینګار کړی ، د حسینی اربعین میلیونی لاریون او ددغه ستر او ولولناک ستر حرکت څخه د خلکو تود هرکلی ددې ښودنه کوی ، چې د حسینی اربعین کلتوری رسالت یوازې په کربلا معلی او بین الحرمیّن کې نه دی ،بلکې درسته نړۍ ورته لبیک وائی .
شمخانی د غه راز وئیلی د ایران له جنوبی اوختیځی سیمو څخه کابو درې میلیون او درې لکه ایرانیانو په دغه پرتمین لاریون کې ګډون یو ډیر ستر اوسرلوړی کار دی
داپه داسې حال کې دی چې د ایران له پولې کابو یولک اتیا زره پاکستانیو زیارتوالو هم دحسینی اربعین په میلیونی لاریون کې د ګډون لپاره ځانونه کربلا ته رسولی او ځینی زیارتوال هماغه راز په لارو کې لبیک یا حسین او لبیک یا مهدی چغې پورته کوی .