امریکا باید له مینځنی ختیځ ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i85513-امریکا_باید_له_مینځنی_ختیځ_ووځی
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړی رینډ پال د لویدیځې اسیا له ناختمیدونکو جنګونو څخه د ژغورنې یوازنۍ لاره له سیمې د واشنګټن د عسکرو وتل وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 12:35 Asia/Kabul
  • د امریکا عسکر چې دسیمې هر ځاې ته تللي دي نو هلته یې جنګونه ، ناامنۍ او ترهګرۍ رامینځته کړي ده .
    د امریکا عسکر چې دسیمې هر ځاې ته تللي دي نو هلته یې جنګونه ، ناامنۍ او ترهګرۍ رامینځته کړي ده .

ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړی رینډ پال د لویدیځې اسیا له ناختمیدونکو جنګونو څخه د ژغورنې یوازنۍ لاره له سیمې د واشنګټن د عسکرو وتل وبلل .

رینډ پال په سوریې کښې د امریکا د عسکرو د  شتون د دوام لپاره د یوه(۱) پلان د وړاندې کولو په دلیل د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې په یوه(۱) بل غړی لینډسی ګراهم باندې نیوکې سره په ولسمشر ټرمپ غږ وکړ په سوریې کښې د شتون د ملاتړو کسانو  خبرې ته غوږ وانه اچوی .

هغه وویل په سوریې کښې د امریکا د عسکرو شتون یوازې په دغه هیواد کښې دجنګ له زیاتیدا سره مرسته کوی .

د امریکا عسکر چې دسیمې هر ځاې ته تللی دی نو هلته یې جنګونه ، ناامنۍ او ترهګرۍ رامینځته کړی ده .