امریکا د سوریې په خپلواکۍ او واکمنۍ برید کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د مشرانو جرګې(د فدراسیون شورا ) د نړیوالو چارو د کمیسیون مشر کنستانتین کاساچوف پرون وویل امریکا په سوریې کښې د پوځی اډې په جوړولو سره په حقیقت کښې د دغه هیواد د خلکو د واکمنۍ او خپلواکۍ حق تر پښو لاندې کوی او په زړه پورې خبره دا ده چې لویدیځ هیوادونه دغه غیر قانونی اقدام او تریخ حقیقت ته هیڅ اهمیت نه ورکوی .
هغه په سوریې کښې د پوځی شتون لپاره دامریکا د نویو پلمو جوړول د سوریې د خپلواکۍ او د واکمنۍ له حق سره په تضاد کښې وبلل او په دې هکله یې د لویدیځو هیوادونو په چپتیا نیوکه وکړه .
کاساچوف زیاته کړه په ناټو کښې د امریکا د اروپایی متحدانو چې د اروپا په پارلمان کښې اکثره غواړی د قانون دبروالی خبره وکړی د غبرګون د ښودلو هیڅ خبر نشته .
د روسیې د پارلمان دغه چارواکی ډاګینه کړه ماسکو پوهیږی چې امریکا په سوریې کښې د خپلو عسکرو د شتون د لګښت د تامینولو لپاره د سوریې دتیلو میدانونه په نیواک کښې وروستلی دی که څه د داعش ترهګرو د نفوذ او د تیلو په څاګانو باندې ددغه ډلې د کنټرول مخنیوی یې یوه(۱)پلمه ګرځولی ده .
د سوریې ځایی سرچینو وویل امریکا د سوریې د «دیرالزور» په تیلو بډایه سیمو کښې خپل عسکر پیاوړی کړی دی او د سوریې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمو کښې یې د دوو (۲) اډو جوړول پیل کړی دی .