چین د هندوستان د دفاع وزیر په سفر اعتراض کړی
ایرنا خبری اژانس وایی د چین د بهرنیو چارو وزارت ارونا چل پرادیش (Arunachal Pradesh)صوبې ته د هند د دفاع وزیر په سفر اعتراض وکړ .
د هند دفاع وزیر پرون د ارونا چل پرادیش صوبې تاوانګ سرحدی سیمې ته ورغلی وو .
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګین شوانګ وویل د بیجینګ حکومت هیڅکله ارونا چل پرادیش صوبه په رسمیت نه ده پیژندلی او په دغه سیمه کښې د هندوستان له اقداماتو سره مخالف دی .
د چین حکومت په تیرې فرورۍ میاشت کښې هم ارونا چل پرادیش صوبې ته د هندوستان د لومړی وزیر ناریندر مودی په سفر اعتراض کړی وو .
چین ارونا چل پرادیش صوبه د جنوبی تبت(South Tibet i) په توګه ګڼی او هغه یې د خپلې خاورې یوه (۱) برخه اعلان کړی ده .
دا په داسې حال کښې دی چې هند په ارونا چل پرادیش صوبې کښې توانګ سیمه د دغه صوبې نا جلا کیدونکی برخه او په نتیجه کښې د خپلې خاورې برخه ګڼی .
چین او هندوستان له ۲۰۰۳ میلادی کال راهسې تراوسه یویشت (۲۱)ځله د سرحدی اختلافاتو په هکله خبرې کړی دی خو هیڅ نتیجه یې نه ده لرلی .