ورځپاڼو ته کتنه 4-9-98
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86109-ورځپاڼو_ته_کتنه_4_9_98
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 25, 2019 10:01 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 4-9-98

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو ،  دغې ورځپاڼې وليکل:  دایران د خارجه وزارت ویاند (د منامې خبرې اترې) نومې غونډه کښې د ځینو ګډونوالو له خوا د مطرح شویو بې بنیاده څرګندونو او تورونو په غبرګون کښې، د دغو څرګندونو په بې ارزښته بللو سره د ایران په اسلامي جمهوریت پورې شوي تورونه غلط وبلل.

د خبر له مخې سید عباس موسوي پرون په سیمه کښې په خرابونکو اقداماتو باندې د ایران د تورنیدو په غبرګون کښې څرګنده کړه: کوم هیوادونه چې په خپله د ترهګرۍ پنځونکي او د افراط پالنې دودونکي دي او د ښه ګاونډیتوب د اصل په خلاف ورزۍ سره د نورو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي او د پردیو ځواکونو په جلبولو سره یې د سیمې امنیت کمزوری کړی، نه شي کولی چې د نورو په ملامتولو سره خودساخته مشکلات د ایران د اسلامي جمهوریت په غاړه راواچوي.

-----

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د مشر له قوله وليکل: د ایران د امنیت د مدافع شهیدانو د وینې بدل به له استکبار، امریکې او د هغو له لاس پوڅو واخیستل شي.

جنرل حسین سلامي پرون مازیګر په وروستیو غلبلیو کښې د امنیت د ساتونکي شهید مرتضی ابراهیمي کور ته په ورتګ سره د دغه شهید له کورنۍ سره وکتل. سردار سلامي وویل: نړیوال استکبار په ایران کښې د وروستیو ګډوډیو اصلي پلانونکی ؤ.

جنرل سلامي په ایران کښې د امنیت د ساتونکو مظلومیته ته اشاره وکړه او ویې ویل: کومو کسانو چې په دې جنایتونو کښې لاس لرلی، د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو له ادارې په امان کښې نه دي.

ورځپاڼې د پاکستاني رسنيو له قوله وليکل: پاکستان امريکې ته د اسلام اباد او بيجنګ په تعلقاتو کښې د لاسوهنې په خاطر خبردارے ورکړ. د خبر مطابق د پاکستان د پلانونې او پراختیا وزیر اسدعمر پرون ناوخته د پاکستان په کراچۍ کې په خبری ناستې کې دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد  هیڅکله هم د نورو هیوادونو په  سپارښتنو سره له بیجینګ سره خپل تعلقات نه کموي وئیلي دي په پاکستان  کښې د چین د پانګونې په باب د امریکائي ډیپلوماټ آلیس ویلزڅرګندونې سمې نه دي او  له لاسوهونکو  څرګندونو دې ډډه وکړي.

دپاکستان د پراختیا اوپلانونې وزیر ټینګار کړی،اسلام اباد له بیجینګ سره ښه تعلقات لري او دغه  تعلقات د یو هیواد په خلاف هم نه دي.

--------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې ايران په خپله نننۍ ګڼه کښې د عراق د رسنيو له قوله وليکل: د عراق د یو مرکزي ښار کربلا پولیسو په دغه ښار کښې ایمرجنسي یا بیړنې حالت اعلان کړ.

د کربلا ښار پولیسو بیګا په یوه بیانیه کښې له ولسي اعتراضونو د ناوړه استفادې لپاره د ځینو ډلو او بهیرونو د کوششونو په وجه په دغه ښار کښې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د کربلا پولیسو د دغه ښار له خلقو وغوښتل چې د امنیت د ساتنې په لړ کښې دې د امنیتي ځواکونو مرسته او ملګرتیا وکړي.

-----

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا وليکل: د سعودي د خارجه وزارت سلاکار وزیر عادل الجبیر یوځل بیا ادعا وکړه چې ایران د تیلو په ارامکو شرکت د حملې عامل دے .

هغه د منامې د خبرو اترو په غونډه کښې د دغه ادعا په تکرارولو  سره چې هغه ډرون الوتکې چې د ارامکو شرکت په تاسیساتو یې بریدونه وکړل د ایران جوړې وې وویل سعودی له ایران سره د خبرو اترو مخالف نه دے خو د ایران ځواب باید په دې ډول وي چې د دا ډول حملو مخنيوے وکړي.

---------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه ده چې په خپله نننۍ ګڼه کښې يې د دغه هېواد وزیراعظم له قوله وليکل: پاکستان د پرمختګ په حال کښې دے په تېرو حکومتونو کښې به ډالر له هېواده بهر تلو او اوس ډالر له بهر نه هېواد ته دننه راځي. د ورځپاڼې له مخې عمران خان پرون يوې حکومتي غونډې ته په خطاب کښې وويل، د حکومت په وزارتونو کښې به بدلونونه راولي. هغه په خپله وېنا کښې د پنجاب د وزيراعلی بزدار په کارکردګۍ د نه اطمينان څرګندونه وکړه.

-----

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ناروے کښې د قرآن مجید سپکاوے سخت وغندۀ او وې ويل چې دغه مسئله به د اسلامي تعاون د تنظيم په غونډه کښې هم وړاندې کولې شي.

د ورځپاڼې له مخې  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ناروی د سفیر په ورغوښتلو سره د دغه هیواد په یو ښار کښې د کلام ا... مجید په سپکاوي باندې د اسلام آباد اعتراض هغه ته ابلاغ کړ.

د پاکستان خارجه وزارت د ناروی د سفیر د ورغوښتلو په هکله وویل چې د دا ډول کارونو ترسره کول د پاکستانیانو په شمول په ټوله نړۍ کښې د یو میلیارډ نه د زياتو مسلمانانو احساسات ژوبلوي.

----------

د پاکستان چاپ مشرق ورځپاڼې هم په ناروے کښې د قرآن مجيد سپکاوي په اړه وليکل: د پاکستان خلقو په مختلفو ښارونو کښې په ناروے کښې د قرآن کریم د سپکاوي خلاف مظاهرې وکړې.

قهریدلو مظاهره چیانو پرون د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د ناروے د حکومت په خلاف د یولړ شعارونو په ورکولو سره د عمران خان له حکومته وغوښتل چې د دغه سپکاوي په وجه د ناورے سفیر له اسلام آباده وباسي.

د ورځپاڼې د یو بل خبر له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د يو زر يو سل او اتيا د رائې ورکولو مرکزونو رائې رد کړې شوې.

د خبر له مخې د افغانستان د انتخاباتو کمېشن اعلان وکړ چې دغه ردېدنه د بائيو مېټرک سېسټم نه بغېر رائې اخېستنه وبللې شوه.

د انتخاباتو کمېشن په يوې خبرتيا کښې وويل چې دغه کمېشن د هيڅ يو ګوند يا ډلې په ګټه کار نه کوي.

-----------

او اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې: وړومبې هم وېسا ورځپاڼه راخلو چې د مخکښيني افغان ولسمشر له قوله يې وليکل: د ولسمشر اشرف غني د مخالفت له امله د بېجینګ په بین الافغاني ناسته کښې ګډون نه کوم.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د چین په بین الافغاني ناسته کې د ده د ګډون په اړه، د ولسمشر اشرف غني له مخالفت څخه پرده پورته کړه. حامد کرزی وايي چې د ولسمشر غني د مخالفت له امله د بېجینګ په بین الافغاني ناسته ګډون نه کوي.

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د فراه اوسېدونکي وايي، وړم ماښام د دغه ولایت د پشت رود ولسوالۍ اړوند سیمه کې په یوه مسجد بمبارد شوی چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۸ نور تپیان دي.عیني شاهدان وایي، په برید کې ماشومان هم وژل شوي دي.

د ورځپاڼې له مخې په ورته وخت کې طالبانو هم ادعا کړې چې دولتي ځواکونو جومات په نښه کړی او نهه ملکي خلک یې وژلي او اته نور یې ټپيان کړي دي. خو د فراه پولیس وایي د پشت رود په هوایی عملیاتو کې یې یوازې طالبان په نښه کړي دي.

ورځپاڼې بيا د افغانستان د ملي دفاع د سرپرست وزير له قوله وليکل:

هېچاته د انتخاباتي بهیر د ګډوډولو اجازه نه ورکوو. د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان امنیتي ځواکونه په انتخاباتي بهیر کې بې طرفه پاتې شوي او تر دې وروسته به هم د بې طرفۍ په نظر کې نیولو سره هیڅ چاته د دغه بهیر د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

 

اسدالله خالد پرون (یکشنبه) به کابل کې د «سولې او امنیت» په اړه د افغان ښځينه پوځيانو کنفرانس کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپله بې طرفي ثابته کړې ده.

خالد زیاته کړې، خلق اندېښمن دي چې روان انتخاباتي بهیر په تاوتریخوالي وا نه وړي او ناورین رامنځته نه شي.

-----

ملي ارمان ورځپاڼې بيا په سرمقاله کې راغلي، امنیتي بنسټونه د ولس پانګه ده، نه د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د جمهوري ریاست د انتخاباتو په وړاندې د خلکو د بې باورۍ لمن لاپسې پراخېږي.

سرخط ورځپاڼې په خپل سرمقالې کې لیکلي، د جمهوري ریاست انتخابات د دې پرځای چې د خلکو برخلیک روښانه کړي، اوس یې د نظام په وړاندې نوي ګواښونه رامنځ ته کړي.

د سرمقالې لیکونکي په باور که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په قوانینو لایحو او مقراراتو عمل کړی وای، نو ممکن د احتمالي بحران مخه نیول شوې وای.

------