هند د فلسطین دخپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړ وکړ
زمونږ خبریال وایی د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کښې د فلسطین د خپلواکه هیواد په جوړیدا ټینګار وکړ .
ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې نن ولیکل لومړی وزیر ناریندرا مودی د فلسطین له خلکو سره د خواخوږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه(۱) متحد او پرمختګ په حال کښې د خپلواکه او ازاد هیواد د جوړولو لپاره د فلسطین د خلکو دحق ملاتړ کړی دی .
د هند لومړی وزیر دغه راز د فلسطین د مسلې د حل لپاره د صهیونیسټ رژیم او د فلسطین د خلکو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلیدا غوښتنه وکړه .
تیره اونۍ هندوستان په هغو یوسل شپږ شپیتو (۱۶۶) هیوادونو کښې شامل شو چې د فلسطین دخلکو لخوا د خپل برخلیک د ټاکلو د حق په هکله یې د ملګروملتونو پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړی وې .
په تیرې سه شنبې شپه د دنیا یوسل شپږشپیتو (۱۶۶) هیوادونو د فلسطین د ملت د برخلیک د ټاکلو د حق پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړی وې .
په نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸) میلادی کال کښې هندوستان په هغو لومړیو هیوادونو کښې شامل وو چې د فلسطین هیواد یې په رسمیت پیژندلی وو .