هند د فلسطین دخپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i86207-هند_د_فلسطین_دخپلواکه_هیواد_د_جوړیدا_ملاتړ_وکړ
زمونږ خبریال وایی د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کښې د فلسطین د خپلواکه هیواد په جوړیدا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2019 09:46 Asia/Kabul
  • هند د فلسطین دخپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړ وکړ

زمونږ خبریال وایی د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د فلسطین په نیواکی ټاټوبی کښې د فلسطین د خپلواکه هیواد په جوړیدا ټینګار وکړ .

ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې نن ولیکل لومړی وزیر ناریندرا مودی د فلسطین له خلکو سره د خواخوږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه(۱) متحد او پرمختګ په حال کښې د خپلواکه او ازاد  هیواد د جوړولو لپاره د فلسطین د  خلکو دحق ملاتړ کړی دی .

د هند لومړی وزیر دغه راز د فلسطین د مسلې د حل لپاره د صهیونیسټ رژیم او د فلسطین د خلکو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلیدا غوښتنه وکړه .

تیره اونۍ هندوستان په هغو یوسل شپږ شپیتو (۱۶۶) هیوادونو کښې شامل شو چې د فلسطین دخلکو لخوا د خپل برخلیک د ټاکلو د حق په هکله یې د ملګروملتونو پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړی وې .

په تیرې سه شنبې شپه د دنیا یوسل شپږشپیتو (۱۶۶) هیوادونو د فلسطین د ملت د برخلیک د ټاکلو د حق پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړی وې .

په نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸) میلادی کال کښې هندوستان په هغو لومړیو هیوادونو کښې شامل وو چې د فلسطین هیواد یې په رسمیت پیژندلی وو .