هند نن کروز توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی
Nov 29, 2019 10:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وایی د هندوستان د پوځ هوایی ځواک وویل د «براهموس» په نوم له غږ وراخوا یعنی سوپر سونیک کروز توغندی یې په بریالیتوب سره په هند اوقیانوسیې کښې ازمویلی دی .
د هندوستان د پوځ هوایی ځواک وویل براهموس کروز توغندی په لوړ دقت سره په خپل هدف ولګید.
براهموس کروز توغندی چې هندوستان او روسیې په ګډه جوړ کړی دی شپږ سوه (۶۰۰) کلومیټره واټن لری .
د هندوستان دغه توغندوی ازموینه د کشمیر د مسلې په هکله د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د تاوتریخوالی د زیاتیدا په بهیر کښې شوی ده .
هند او پاکستان د اټومی او پوځی مسائیلو په هکله د یوه بل سیالان ګڼل کیږی .
ټیګونه