د هندوستان پولیسو په لسګونو کسان ونیول
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان پولیسو نن په شمال لویدیځ کښې په اسام صوبې کښې په لسګونو کسان ونیول او ګرځبندیز یې اعلان کړ.
په اسام صوبې کښې په زرګونو خلکو نن د هغه لایحې پرضد مظاهرې وکړې چې پراساس یې له ګاونډیو هیوادونو ورغلیو غیر مسلمانو کډوالو ته تابعیت ورکول کیږی .
یوشمیر اعتراض کونکو د اسام صوبې په مرکز ګواهاټی کښې نن سهار د ګرځبندیز په خلاف ورزۍ کولو سره ټایرونه وسوزول او وروسته تیت پرک شول .
د هندوستان په اسام صوبې کښې مظاهره چیان په دې خاطر د نوموړی لایحې مخالفت کوی چې د بهرنیو هیوادونو کډوال به سرحدی سیمې ته ورشی او هلته به د ځایی وسیدونکو کلتور او دودونو ته تاوان ورسوی .
د خارجی هیوادونو کډوالو ته د تابعیت د ورکولو لپاره لایحه پرون د هندوستان ولسی جرګې لوک سبها تصویب کړه او له قانونی بڼې خپلولو مخکې د ولسمشر لاسلیک کیدا ته اړتیا لری .
په هندوستان کښې ولسمشر تشریفاتی اړخ لری او کوم خاص واک ورسره نه وی .
خو دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی په هیواد کښې د سولې غوښتنه وکړه او ویې ویل زه د اسام صوبې خلکو ته ډاډ ورکوم چې هیڅوک له تاسو څخه خپل حقوق ، ځانګړی پیژندګلوی او ښکلی کلتور نشی اخیستلی بلکې هغه به نور هم پسې وده وکړی .
ویل کیږی د هندوستان په اسام صوبې کښې مظاهره چیانو د ټیلی فونونو ستنی ماتی کړې ، څو بسونه او نور ګاډی یې وسوزول او د حکومتی چارواکو په کورونو یې حملې وکړې .
پولیسو هم د اسام صوبې په درې دیرشو (۳۳) سیمو کښې په لسو(۱۰) سیمو کښې د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو لپاره له سوټیو او اوښلن ګازونو کار واخیست .