ورځپاڼو ته کتنه ۷-۱۰-۹۸
(last modified Sat, 28 Dec 2019 09:38:32 GMT )
Dec 28, 2019 14:08 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۷-۱۰-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم د تهران چاپ کيهان ورځپاڼه رااخلو چې د خپلې نننۍ ګڼې په سرخۍ کښې يې د ايران، روسيې او چين مشترکه مشقونو ته په اشارې سره چې پرون شروع شول وليکل:د ايران روسيې او چين مشترکه سمندري مشقونه د عمان له سمندره د امريکې لپاره يو پېغام دے.

ایران د سمندری ځواک د عملیاتو مرستیال او د چین روسیی او ایران  د درې اړخیزه سمندري مشقونو ویاند امیر البحر «غلامرضا طحانی» په یو اخباري کانفرنس کښې وویل د هند اوقیانوسیې د شمال سیمه ډیر امنیت لري او دغه پایداره امنیت د ایران د وسله والو ځواکونو په قوت سره ټینګ شوے دے .

هغه په دې خبرې باندې تاکيد سره چې هیڅوک  ایران څنګ ته نه شي کولې وویل د دغه سمندري مانورې ترسره کېدل په دې معنا دي چې د روسیې د چین او د  ایران تعلقات معنا لرونکې سطحې ته رسیدلي دي او دغه تعلقات به په راتلونکو کلونو کښې هم دوام ولري .

 

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ایران ، روسیې او چین ګډو سمندري مشقونو ته په اشارې سره د فارس خلیج د امنیت د ټينګولو په خاطر له ګاونډیانوسره د ملګرتیا لپاره د تهران چمتو والي اعلان کړ .

ظریف په خپله ټویټر پاڼه کښې ولیکل دغه مشقونه د مهمو سمندري لارو د امنیت د ساتلو لپاره زمونږ ژمنتیاڅرګندوي.

---------

د تهران اطلاعات ورځپاڼې د تهران د جُمعې د نمانځه د خطيب له قوله وليکل: د دسمبر د میاشتې ۳۰ نیټه د بشریت دتاریخ د بدلون د عطف ټکی دے.

حجت الاسلام کاظم صدیقي پرون د تهران د جمعې د نمانځه په خطبو کښې وويل، دغه نېټه د ټولنې د جوړښتونو له ماتونکو کسانو  د کرکې اعلانولو او فتنه رامنځته کونکو عناصرو ته د پریکنده ځواب په ورکولو کښې د ایران د  خلقو د میلیونی لاریونونو یادونه کوي چې د ولسمشرۍ د لسم  پړاو په انتخاباتو کښې د درغلۍ په بهانه یې غلطه لاره غوره کړې وه.

ورځپاڼې په يو بله خبر کښې وليکل، د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي ځواکونو په ډزو سره شپږ پاکستانیان ووژل شول او يو شمېر نور هم ژوبل شول.

د ورځپاڼې د خبر له مخې د پاکستان پوځ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،هندی پوله ساتی ځواک په تیرو څوورځو کښې تردې دمه د کشمیر په کنټرول کرښې کې د اور د موافقې څوځله خلاف ورزی کړې او د پاکستان له پوله ساتی ځواک سره ښکیل شوي،چې له امله په دې وروستيو کښې شپږ کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوی دی .

 هندی پوځ هم  دغه رنګ په یوې خبرتیا کښې وئیلی دي،پاکستان د کشمیر په کنټرو لائن کښې د ډزبندۍ بند دموافقې خلاف ورزي کړې ده چې په نتيجه کښې يې دغه نښته رامنځته شوه.

--------------

د تهران يوې بلې ايران نومې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: ایران له پاکستان سره دفقر او بې وزلۍ په ختمولو کښې ملګرتیا کوي.

د ورځپاڼې د خبر له مخې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال باقر لاریجاني چی د یوه پلاوي په مشرۍ یې اسلام اباد ته سفر کړے دے ، د اجتماعي چارو په  ښه کولو  او له بې وزلۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان له صلاحکارې میرمن ثانیه نشتر سره په کتنه کښې وویل د دواړو هیوادونو د خلقو د سوکالۍ او رفاه  په لړ کښې د ګډوملګرتیاو مضبوطیه ضروري ده .

د ورځپاڼې د يوبل خبر له مخې د قزاقستان يوه مسافر وړونکې الوتکه چې درې نوی مسافران او د عملې پینځه کسان پکښې سپارۀ وو پرون سهار په الماتې ښار کښې نسکوره شوه چې له کبله یې تراوسه پینځلس کسان وژل شوي او د څو ماشومانو په شمول تقريباً پنځوس نور کسان ژوبل شوي دي.

----------

دا هم د پاکستان چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې په خپله شه سرخۍ کښې ليکل، د دغه هېواد وزيراعظم عمران خان وويل چې ما ته له تېرو حکومتونو څخه په ارث کښې ډېر بد معيشت ترلاسه شوے دے. هغه هيله څرګنده کړه چې ۲۰۲۰ کال به د پاکستان د معيشت د ترقۍ کال وي.

ورځپاڼې بيا د دغه هيواد د پيپلز ګوند د مشر بلال بوټو زرداري له قوله وليکل: د پاکستان معيشتي حالت ډېر خراب دے، بې روزګاري زیاته شوې او هر طرف ته بحرانونو سر راواوچت کړےد ے. هغه زياته کړه سياسي يتميان د ملک د چارو په چلولو کښې ناکامه شوي دي.

-------

د پاکستان يوې بلې ورځپاڼې دنيا په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل، د دغه هېواد په ګوجرانوالا سيمه کښې د القاعدې پينځه ترهه ګر ونيول شول. د خبر له مخې له دغو ترهه ګرو څخه يو شمېر ځان وژونکي باردوي جاکټونه او نورې وسلې او د ترهه ګرۍ سازوسامانونه کشف او ضبط کړې شول.

د ورځپاڼې يو بل خبر له مخې په ترکيې کښې د بهرنيو کډوالو د کيشتۍ په ډوبېدو سره يو شمېر کډوال ووژل شول چې دوه پاکستانيان هم پکښې شامل دي. د خبر مطابق درويشت پاکستانيان له ډوبېدو څخه وژغورلې شول.

-------

 کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د جدي شپږمې او د کابل زهرجنې هوا په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ویسا ورځپاڼې لیکلي،پرون د مرغومي شپږمه وه، څلوېښت کاله وړاندې پخواني شوروي ځواکونو ټول نړېوال او بشري اصول تر پښو لاندې کړل، پر افغانستان یې یرغل وکړ .وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دا چې څلوېښت کاله وروسته د یو لوے یرغل یادونه لاهم افغان ولس د امريکې په مشرۍ د پردیو ځواکونو تر سیوري لاندې غندي، معنا یې داده چې دوی له خپلو غمیزو او حماسو هېڅ نه دي زده کړي، نه یوازې څه یې نه دي زده کړي بلکه ډېر څه یې له لاسه ورکړي دي چې باید اوښکې پرې تویې کړوو.

---------

سرخط ورځپاڼې لیکلي،جګړه څلوېښت کلنه شوه خو ختمه نه شوه.

وړاندې راغلي، د پخواني شوروي ځواکونه ټیک د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او لس کاله همدلته پاتې شول او دغلته یې جګړې، وژنو او بریدونو ته دوام ورکړ چې له کبله یې میلیونونه افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله، ډير افغان یې معلول او د هېواد پرېښودو ته اړ کړل.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، سره له دې چې افغانان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په بېلابېلو نومونو یو د بل پر وړاندې جنګېدلي او لا نه دي توانېدلي چې په خپل هېواد کې بل شوے اور چې هره ورځ پکي افغانان سوځي مړ کړي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، تاریخ ثابته کړې چې افغانان تل د اغيارو قوتونو په لارښونه، د هغوی د موخو او ګټو لپاره په خپل وطن کې له خپلو هېوادوالو سره ماشه په ماشه شوي او همدا لامل دی چې له څلوېښت کالو وروسته مو هم خلک او وطن په پردي اور کې سوځي.

په سرمقاله کې راغلي، واقعیت دا دے چې افغانان باید نور له تېرو تجربو درس واخلي او نور په خپلو کې سره جوړ شي، د پردیو طاقتونو موخو او ګټو په ځاے خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته ترجيح ورکړي.

---------

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د کابل زهرجنې هوا د مخنیوي لپاره ځانګړې کړې ده.

ليکي، افغان چارواکو تر سبا پورې د کابل ښارګوټو او سوداګریزو مرکزونو خاوندانو، د حمامونو، بټیو، اپارتمانونو او هغو مرکزونو چې د سونګ پر خرابو توکو یې د کابل هوا ککړه کړې خبردارے ورکړے چې باید د چاپیریال ساتنې لارښود عملي کړي ګني جرېمه او عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

په سرمقاله کې راغلي، دغه اقدام وروسته له هغه کېږي چې په ارګ کې د ککړې هوا د مخنیوي لپاره جدي کار وکړي او نور هغه څه د زغملو نه دي، چې هوا ککړوي.

---------

 

ټیګونه