ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۱۰-۹۸
ورځپاڼو ته کتنه ۱۲-۱۰-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
د تهران چاپ نننيو تقريباً ټولو ورځپاڼو په خپلو شه سرخيو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پرونۍ وېناوې راخېستې دي چې په سر کښې ترې جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته لاس کوو. د ورځپاڼې له قوله ليکي: د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي وفرمايل: امريکه له حشدالشعبي څخه د داعش ترهه ګرې ډلې چې خپله امريکې جوړه کړې انتقام اخلي.
دوي چې د حضرت بي بي زېنب سلام ا... عليها د ميلاد او د نرس د ورځې په مناسبت ورسره د هېواد له مختلفوسيمو څخه په زرګونو نرسانو کتنه کوله وفرمايل: زه او د ایران ټول ولس او حکومت د عراق په حشد الشعبي باندې د امریکې د حملې جنایت په کلکه غندوو. او وايوو چې د سیمې خلق له امریکې سخته کرکه کوي.
هم داشان د عراق د وړمبې ورځې د پيښو د اصلي عامل په توګه د ایران د ګرم بللو او د ایران د ولس د ګواښلو په لړ کښې د امریکې د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: امریکا بکواس کوي ځکه چې دا موضوع په ایران پورې هیڅ اړه نه لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر دا خبره څرګنده کړه: ټول دې پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت جنګ نه غواړي خو له هر هغه کس سره به چې د ایران د ولس ګټې، عزت، پرمختګ او سترتوب ګواښي، بې له ملاحظې مقابله وکړي او سخت ګوزار به ورکړي.
حضرت آیت الله خامنهاي هم داشان په عراق او افغانستان کښې د امریکې په تیره بیا د (بلیک واټر) خبیثې ادارې جنایتونو او د دغو هیوادونو د زرګونو ملکیانو وژلې ته په اشارې سره څرګنده کړه: د سیمې د ځینو هیوادونو له اجازې پرته هغو ته د امریکايي چارواکو سفرونه او هلته موجودو خپلو اډو ته یې ورتګ د سیمې د هیوادونو او ولسونو خلاف د امریکې له سپکاوي د ډک سلوک یوه بله نمونه ده.
ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: ولسمشر د ایران د ولس په خلاف د امریکې بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د ایران د پراختیا او ترقۍ بهیر له بندیزونو سره سره ډیر ښه دے.
ولسمشر حسن روحاني چې د څو مهمو پراختیايي پروژو د پیلولو لپاره اردبیل ولایت ته لاړ ؤ، د ایران د خلقو د عزم او ارادې په خرابولو کښې د امریکې په ماتې باندې په تاکيد سره زیاته کړه: د ایران په مختلفو سیمو په تیره بیا اردبیل کښې د لس هاؤ مهمو اقتصادي، صنعتي او بیخ بینايي طرحو افتتاح ښودنه کوي چې امریکې د ایران خلاف لګولو بندیزونو کښې ماتې خوړلې ده.
-------------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا وليکل: ایران د اساسي قانون د ساتندویه شورا یا شورای نګهبان ویاند د اسلامي شورا د انتخاباتو د کاندیدانو د صلاحیت په څیړنه کښې د امریکې د خارجه وزیر د لاسوهنې په ځواب کښې وویل: پمپئو دې ووايي چې د امریکې په انتخاباتو کښې د ګوندي ډیکټاټورۍ له امله د څو کسانو صلاحیت رد کیږي؟
عباسعلي کدخدايي په یو ټویټ کښې ولیکل: په امریکا کښې کوم مستقل او خپلواکه کس د ګوندونو له نظر پرته په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده او یا د کانګرس د هرې څوکۍ په سر څو تنه کاندیدان موجود وي؟
ورځپاڼې همدارنګ د يمني سرچينو په نقل سره وليکل:يمنيانو د سعودي يوه بله ډرون الوتکه رانسکوره کړه. دیمن فوځ او ولسی کمیټیو دغه الوتکه د سعودی په جنوب کښې په جیزان کښې په ډزو ویشتلې او نسکوره کړې یې ده .
دا په تیرو څه دپاسه دوه اویا ګېنټو کښې د سعودي شپږمه ډرون الوتکه ده چې د یمن عسکرو نسکوره کړې ده.
----------
د تهران يوې بلې کېهان نومې ورځپاڼې د عراقي سرچينو په حوالې سره ولیکل: د عراق د حشد الشعبي کتائب حزب ا... نومې بريګېډ له دغه هېواد څخه د امريکائي ځواکونو د وېستلو غوښتنه وکړه. د عراق د حزب الله بريګېډ بیګا په یوه بیانیه کښې وویل د دغه هیواد د پارلمان فعالیتونه د امریکې د عسکرو د ایستلو لپاره د قانون تصویبول تعقیبوي. کتائب حزب الله بريګېډ په بغداد کښې د امریکې سفارت د جاسوسۍ او شر سفارت وبالۀ او د امریکې په سپکولو کښې د مېړانې د ښودلو په دلیل یې د عراق د خلقو قدرونه وکړه .
ورځپاڼې بيا د افغانستان د رسنيو په نقل سره وليکل: طالبانو پرون په بګرام دوه ځله راکټی بریدونه وکړل. د ورځپاڼې له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان په بګرام کښې د امریکې د عسکرو په اډې د دغه ډلې د راکټي بریدونو خبر ورکړ .
هغه وویل طالبانو ډلې پرون دوه ځله په پروان ولایت کښې پروت په بګرام کښې د امریکې د عسکرو په اډې راکټی حملې وکړې.
------------
اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کوو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼه ده چې په خپلې شه سرخۍ کښې يې ليکلي: د دغه هېواد حکومت د ګمرک په چارو او ټېکسونو په قوانينو کښې يو لړ بدلونونه راوستل. د دغو بدلونونو له مخې له هېواده بهر څوک له لسو زرو ډالرو زیات رقم او له پينځلسو تولو نه زيات سرۀ زر نه شي اوړې او د وړلو په صورت کښې به پرې غټې جرمانې لګول کيږي. د خلاف ورزۍ په صورت کښې به تر څوارلسو کلونو زندان او لس برابره جرمانه اخېستل کيږي.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې پاکستان د هند د فوځ د نوي مشر غير ذمه دارانه بيان رد کړ. خارجه دفتر ترجمان لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلې شوي دې چې د پاکستان د ارادې او تيارۍ په حواله هيڅ شک نه دے کول پکار، بالاکوټ کښې د هندوستان د عملياتو په نتيجه کښې د پاکستان رد عمل ياد ساتل پکاردې، پاکستان په نړۍ کښې د هند جارحيت باوجود امن او سلامتيه لپاره خپل کردار لوبوې.
ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي: د دغه هېواد د حکومت وفاقى کابينې د په آرمي ايکټ کښې د ترميم بل منظوري ورکړه.
د وزيراعظم عمران خان په مشرې د وفاقى کابينې غونډه شوې ده چې پکښې آرمي ايکټ کښې د ترميم بل منظور کړے شوے دے او د بل مسوده به دمنظورۍ لپاره پارليمنټ ته وړاندې کولې شي.
-----------
د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل: ډاکټر ثناء ا... عباسي د خېبرپښتونخوا صوبې نوے مشر وټکل شو. له دۀ مخکښې ډاکټر نعيم خان چې د پوليسو مشر ؤ او اېس ډي مقرر کړے شوے دے.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان ټولې خصوصي او مذهبي مدرسې به د هېواد د تعليم د وزارت تر کنټرول لاندې د راتلو فېصله اوشوه او د تعليمي نصاب د يو شان کولو کار يې صوبائي حکومتونو ته پرېښود.
----
د پاکستان دنيا ورځپاڼې بيا د قومي اسمبلۍ د غونډې خبر ورکړے دے او ليکلي دي چې په دغه غونډه کښې د حکومت د مخالف ګوندونو استازيو په حکومت باندې سختې نیوکې وکړې چې د هېواد عوام يې له سختې ګرانۍ او اقتصادي او معاشي بحرانونو سره مخامخ کړي دي.
ورځپاڼې بيا وليکل په پاکستان کښې برېښنا يوه روپۍ او شپږپنځوس پېسې په يو يونټ کښې ګرانه شوه.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په چين کښې د پاکستان په نوي فيصده څيزونه په ډيوټي فري څیزونو کښې شامل کړے شول.
او په نړيوالو مطبوعاتو کښې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د امریکا د خبرو له بې نتیجې پاتې کېدو سره سره په تېرې یوې اوونۍ کې داسې اوازې خپرې شوې دي چې طالبان به اوربند وکړي.
که څه هم طالبانو دا اوازې رد کړې دي، خو د واشنګتن پوسټ په باور دې ډلې د سولې یوې ناڅرګندې موافقې ته چمتوالی ښکاره کړی دی.
بله امریکایۍ ورځپاڼه، واشنګتن ایګزامنر بیا لیکي، په تیرو پنځو کلونو کې تر بل هر کال په ۲۰۱۹ کې ډېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې وژل شوې دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، تېرې ۱۲ میاشتې افغانستان د امریکایي سرتېرو لپاره له ۲۰۱۵ را په دې خوا تر بل هر کال خونړی و چې پکې د ټولو وژل شویو امریکایي عسکرو شمېر ۲۲ ته رسیږي.
---------