ورځپاڼو ته کتنه ۱۷-۱۰-۹۸
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87090-ورځپاڼو_ته_کتنه_۱۷_۱۰_۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2020 09:52 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۷-۱۰-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

د تهران چاپ ورځپاڼو خپل اکثر خبرونه او مطالب د امريکې په لاسو د اسلامي انقلاب د پاسدارانو  د لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سلېماني او د هغه د ملګرو د شهادت او په تهران کښې يې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په امامت کښې د جنازې نمونځ او بيا په تهران او وروسته په قم مقدس ښار کښې د جنازې په مراسمو کښې د ميلينونو تهرانيانو ګډون ته بيل کړي دي.

نو په سر کښې هم اطلاعات ورځپاڼه رااځلو چې په خپل وړومبي مخ يې د جنازې په مراسمو کښې د خلقو د غورځنګناک سمندر ستر تصوير ورکړے او ليکلي يې دي حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په تهران پوهنتون کښې له اوښکو په ډکو سترګو سره جنرل شهيد سليماني د جنازې نمونځ ادا کړ.

د نمانځه له ادائېګۍ وروسته د شهيدانو د جنازې مراسم د ايران د ميلينونو خلقو، د حکومتي او فوځي چارواکو، د مقاومت د ډلو د مشرانو او د شهيدانو د سنګر د ملګرو په شتون سره ترسره شول.

په تهران کښې مېشته د بهرنيو هېوادونو يو شمېر سفيرانو او استازيو هم په دغو مراسمو کښې شرکت وکړ.

ورځپاڼه زياتوي په دغو مراسمو کښې شرکت کونکو مرده باد امريکه ، مرده باد اسرائيل، نه سازش نه تسليم بس له امريکې سره جنګ او که رهبر د جهاد حکم ورکړي آماده يوو په شان نعرو په وهلو سره د دغه ستر جنايت له عاملانو د سخت انتقام اخېستلو غوښتنه وکړه.د شهيد جنرل سليماني جنازه له ماسپښينه وروسته قم مقدس ښار ته يوړلې شوو، د اسلام د دغه ستر سردار خاورو ته د سپارلو مراسم ټاکل شوې ده سبا په کرمان کښې ترسره شي.

ورځپاڼې همدارنګ د ايران په قم  کښې د الحاج جنرل شهيد سليماني د جنازې د عظيم الشان مراسمو په اړه وليکل: قم ته د شهید سردار او د هغه شهیدانو ملګرو جنازې قم ته رسیدلو سره دغه جنازې د کریمه اهل بیت سلام الله علیها حرم ته منتقلې شوې. د قم جنازو په مراسمو کښې هم په ميلينونو خلقو منجمله د مراجعو او مجتهدينو ، علماو او طلبه ؤ ګډون وکړ، د قم خلقو د مرده باد امريکه ، مرده باد اسرائيل، نه سازش نه تسليم بس له امريکې سره جنګ او که رهبر د جهاد حکم ورکړي آماده يوو په شان نعرو په وهلو سره د قم په سړکونو ماتمې لاريون وکړ.

د تهران کېهان ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: ولسمشر حسن روحاني په ایران کښې د ځینو کلتور او ثقافتي مرکزونو د ویشتلو په حقله د امریکې د ولسمشر د ګواښ په ځواب کښې وويل: هیڅ کله د ایران ستر ولس مه ګواښه. ورځپاڼه زیاتوي ولسمشر حسن روحاني بیګا په یو ټویټ کښې ډونلډ ټرمپ ته لیکلي دي: کوم کسان چې ایران د کلتوري مرکزونو په شمول د ۵۲ اهدافو په بمباري کولو ګواښي، باید د ۲۹۰ او د ۶۵۵ IRپرواز په اړه هم فکر وکړي. ولسمشر زياته کړه د ايران ولس هيڅکله د ټرمپ له دړکو او بدمعاشۍ نه ويریږي.

د تهران يوې بلې ايران نومې ورځپاڼې بيا د ايران د خارجه وزير له قوله وليکل: د اروپا سټراټیجکه تیروتنه د سیمې په حقیقتونو ناپوهي ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف د جرمني او انګلستان له خارجه وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کښې د سیمې د واقعیتونو نه درک کول د اروپا سټراټیجکه غلطي وبلله.

ورځپاڼې همدارنګ د عراقي سرچينو له قوله وليکل: د عراق وزیراعظم پرون په بغداد کښې د امریکې د سفیر ماټیو ټویلر په کتنه کښې له عراقه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ضرورت خبر هغه ته په رسمي توګه واوروۀ.

عادل عبدالمهدي په دغه کتنه کښې د عراقي پارلیمان د مصوبې له مخې له دغه هیواده د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ګډ اقدام په ضرورت تاکيد وکړ.

-------

اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې هم جنګ ورځپاڼې په خپل سرپاڼه کښې په غټو سرخيانو سره په تهران کښې د شهيد جنرل سليماني د جنازې تفصيلي روداد بيان کړي او د معظم رهبر لخوا د جنازې د نمانځه او ژړا او له جنايتکارو څخه د ايران د خلقو او چارواکو په يو خو له د انتقام اخېستو خبرونه راخېستي دي ورځپاڼې همدارنګ وليکل چې امريکائي چارواکو له عراقه د فوځيانو د وتلو لپاره چمتووالی  ښودلی دے خو له بله پلوه يې عراقي چارواکو غوښتي دي چې دوي په عراق کښې په فوځي اډو په اربونو ډالر لګولي دي هغه دې مونږ ته ستانه کړي ګينې ورباندې به سخت بنديزونه ولګوو. : ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل امريکې نيويارک ته د ايران د خارجه وزير ويزه کېنسل کړه. ورځپاڼې زياته کړه محمد جواد ظريف ټاکل شوې وه په نيويارک کښې د ملګرو ملتو د امنيتي شورا په غونډه کښې ګډون وکړي.

ورځپاڼې بيا «هغه يعنې قاسم سليماني د شهادت آرزو لرله» په عنوان سره يوه مقاله کښې وليکل، امريکې واکمنان له جنرل قاسم سلیماني څخه ډېر تنګ وو ځکه چې هغه ځکه هغه به په هره سيمه کښې د امريکې خوارۀ کړي جالونه او دسيسې له ناکامۍ سره مخامخ کولې، هغه په هر ځاے کښې د امريکې مفاداتو او ګټو ته سخت تاوانونه رسولي وو حتی د فلسطين په شمول په مختلفو سيمو کښې د امريکې او اسرا ئليو د ګټو او دسيسو په خلاف مقاومتي ډلې برابر کړې نو ځکه يې ونه زغملې شو.

----------

د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې هم په تهران کښې د شهيد جنرل سليماني د جنازې د عظيم الشانو مراسمو په منعکس کولو سره د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي له قوله وليکل، پاکستان به هيڅکله د سيمې د لانجو برخه ونه ګرځي او چا ته به د يو هېواد په خلاف د خپلې خاورې د استعمالولو اجازه ورنکړي.

ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان د سيف ا.... محب کاکاخيل نومې يو وکيل لخوا له ايرانه پاکستان ته د ګېس پائپ لائن باندې د پاکستان د حکومت لخوا د عمل نه کولو په خلاف د پېښور په لويه محکمه کښې کېس دائر کړ. هغه په درخواست کښې وليکل، په داسې حال کښې چې د ايران لخوا پاکستان ته د ګېس په راتلو سره به خلقو ته په ډېره ارزانه بيه ګېس ترلاسه شي خو د دې باوجود چې ايران په لړ کښې خپل ټول کارونه کلونه مخکښې تکميل کړي خو د پاکستان حکومت پرې عمل نه کوي.

د پاکستان يوې بلې دنيا نومې ورځپاڼې بیا په تهران کښې د شهيد جنرل سليماني د جنازې په مراسمو کښې د شهيد د لور بي بي زينب سليماني وېنا راخېستې ده چې وې ويل: خبيث ټرمپ دې دا فکر نه کوي چې زما د پلار په شهيدولو سره به هرڅه ختم شي، بلکه له امريکې نه به داسې انتقام واخېستل شي چې سخته توره ورځ به وويني.

----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې وېسا ورځپاڼه ترې رااخلو، ورځپاڼې «اردليان دې ځواب ووائي، يا وحشتونه يا تاوان» په عنوان سره سرمقاله کښې ليکلي دي: عراق پارلمان د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا پر برید چې د ایران او عراق دوه مهم قوماندانان پکې ووژل شول توند غبرګون وښود او له عراق نه یې د امریکايي ځواکونو د سمدستي وتلو پرېکړه وکړه. ورځپاڼه په سرمقاله کښې مخکښې ليکي: تاسو د امریکا د ولسمشر فرعونیت ته پام وکړئ، یا به امریکا آزادانه عملیات ترسره کوي او هېڅ هېواد به هم د ملي حاکمیت او استقلال ادعا نه کوي، چې هر وحشت تر سره کیږي دوی به یې په رحمت تعبیروي، که د ملي حاکمیت مساله مطرح کوي بیا خو اقتصادي تحریم او تاوانونو ته باید ټینګ شي.

نن په نړیواله کچه د داسې اصولو او نورمونو تشه احساسیږي چې په هغو کې ولسونه ډاډه ګډ ژوند وکړای شي تر ټولو غوره ساری يې د امریکا وروستۍ برید دے چې هم یې د یو هېواد ملي حاکمیت نقض کړے او هم یې د څو هېوادونو مهم حکومتي چارواکي وژلي دي.

امریکې په عراق کښې د صدام د ايټمي وسلو د شتون په بهانه په عراق حمله وکړه او اډې يې پکښې جوړې کړې او غواړي سیمه کې پېښې ټینګې کړې، خونړۍ پېښې او د مرګونو تور دوران دوام مومي. چې وروستۍ څپه یې څلور ورځې وړاندې د بغداد پر هوايي ډګر د قاسم سلیماني او مهدي مهندس او څو نورو کسانو وژل وو.

په افغانستان کې کټ مټ همدغه حالت دی، امریکا دلته پوځي اډې جوړې کړې ۱۹ کاله کیږي چې وحشتونه روان دي. که افغان حکومت پرېکړه کوي چې امریکايي پوځونه دې له افغانستان نه ووزي باور مو دی چې د ټرمپ استدلال به تکرار شي. امریکا راغلې د خپلو موخو لپاره او په خپله اراده، خو چې د وتلو خبره یې مطرح کیږي بیا به د اډو او تاسیساتو لګښتونه او د تحریمونو او دښمنیو ګواښونه خامخا ورسره وي. د افغانستان او عراق ولسونو ته دا د امریکا د اردلیانو سوغات دی، اوس يې دې همدغه اردلیان ځواب ووايي.

په ټوله کې دا یو ناوړه حالت دی چې نړۍ ورسره مخ ده، باید چاره یې وشي، تر څو نړیوال یو له بل سره ګډ، ژوند وکړای شي.

ګرانو دوستانو د وخت د کمي په وجه د کابل نورې ورځپاڼې درسره نه شوو شريکولې تره نو نور بريالي اوسئ.

---------