د امریکا هدف د سوریې د تیلو لاس ته راوړل دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87308-د_امریکا_هدف_د_سوریې_د_تیلو_لاس_ته_راوړل_دي
د لبنان المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا اعتراف وکړ په سوریې کښې له پوځي شتون څخه د واشنګټن هدف د دغه هیواد د تیلو دسرچینو لاس ته راوړل دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • د امریکا هدف د سوریې د تیلو لاس ته راوړل دي

د لبنان المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا اعتراف وکړ په سوریې کښې له پوځي شتون څخه د واشنګټن هدف د دغه هیواد د تیلو دسرچینو لاس ته راوړل دي .

هغه په ویسکانسین ایالت کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې وویل په سوریې کښې د امریکا پاتې کیدا د تیلو د ترلاسه کولو لپاره دي او واشنګټن باید په عراق کښې هم دغه کار له ډیر مخکې څخه ترسره کولای .

د امریکا ولسمشر ټرمپ مخکې هم ویلي وو چې د واشنګټن عسکر به دسوریې د تیلو څاګانې کنټرول کړي .

د سوریې په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي جیمز جیفري هم د سوریې په ختیځ کښې د تیلو په څاګانو کښې د امریکا د عسکرو شتون قانوني بللی دی .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا پوځیان د سوریې د حکومت له اجازې پرته او د دمشق د حکومت له رسمي مخالفت  سره سره په دغه هیواد کښې شتون لري او سوریې په ځلونو له خپل هیواده د امریکا د نیواکګرو عسکرو په وتلو ټینګار کړی دی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار جعفري هم ویلي دي امریکا د سوریې د تیلو څاګانې په نیواک کښې وروستلي دي  او د امنیت شورا د چپتیا په سیوري کښې د سوریې د ملت شتمنۍ چورتالان کوي .