امریکا په بې عزتۍ سره له عراق څخه وځي
امریکا په بې عزتۍ سره له عراق څخه وځي
زمونږ خبریال وايي د امریکا سي این این ټیلي ويژن له عراق څخه د واشنګټن د عسکرو د وتلو لپاره زیاتیدونکو دباونو ته په اشارې سره وویل دا د امریکا پوځ د اوږدې مودې د ماموریت لپاره له سپکاوی ډکه پایله ده داسې ماموریت چې میلیارډونو ډالره یې ضایع کړي دي .
سي این این ټیلي ويژن نن په یوه (۱) راپور کښې په لویدیځې اسیا کښې د اوږدو جنګونو د ختمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ پوچو ژمنو ته په اشارې سره وویل له عراق څخه په زوره د امریکا د پوځیانو ایستل به په عراق کښې د امریکا د پوځ د اوږدې مودې د ماموریت له سپکاوي ډک ماموریت وي داسې ماموریت چې د امریکا د مالیاتو ورکونکو په میلیارډونو ډالره یې ضایع کړي او د امریکا په زرګونو عسکر یې هم وژلي هم دي .
د سي این این ټیلي ويژن په راپور کښې ویل شوي دي د عراق د پارلمان غړي چې له ایران سره پیاوړي اړیکې لري په عراق کښې د امریکا د پوځيانو دشتون د ختمیدا بهیر پیل کړی دی او دا د جنرال سلیماني ټرور ته سخت غبرګون دی .
دغه راپور وايي چې په عراق کښې د امریکا او دبغداد ټول ګډ پوځي عملیات ځنډیدلي دي او لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ټینګار کړی دی چې د امریکا د پوځيانو وتل د هیواد له خلکو د ملاتړ یوازنۍ لاره ده .
سي این این ټیلي ويژن زیاته کړه د امریکا په اپوټه ایران د عراق په هکله پایداره او پیاوړي ستراتیژۍ لري او د جنرال سلیماني ټرور د ایران د اوږدمهاله هدفونو په ګټه دی یعني له سیمې د امریکا د پوځیانو وتل دي .