ناټو په سوریې کښې ترهګرو ته وسلې ورکوي
(last modified Mon, 20 Jan 2020 01:35:51 GMT )
Jan 20, 2020 06:05 Asia/Kabul
  • ناټو په سوریې کښې ترهګرو ته وسلې ورکوي

زمونږ خبریال وايي د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه (۱) راپور کښې په سوریې کښې د ترهګرو په وسلو سمبالولو کښې د ناټو تړون له رول څخه پرده پورته کړه .

د روسیې دفاع وزارت په دغه راپور کښې په دې خبرې سره چې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې له شپاړسمې (۱۶) نیټې راهسې تراوسه دسوریې په شمال کښې د ادلب ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د ترهګرو ډلو په بریدونو کښې اوه څلویښت (۴۷) حکومتي عسکر او یوپنځوس (۵۱) ملکي وګړي وژل شوي دي وویل ترهګر د سوریې د خلکو د وژلو لپاره د ناټو تړون وسلې کاروي .

د سوریې پوځ تراوسه دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې  د اسرائیلو او دغه راز د امریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو د جوړو وسلو او مهماتو څو ګودامونه او انبارونه کشف کړي دي .

ادلب ولایت په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکز دی .

امریکا ، سعودي عربستان ،انګلستان ، فرانسې او نورو عربو هیوادونو داعش ، جبهه النصره او نورې په لسګونو ترهګرې ډلې د خپلو هدفونو دپرمخ بیولو او د اسرائیلو لپاره د امن حاشیې د رامینځته کولو لپاره جوړې کړي دي .

 

ټیګونه