د امریکا ولسمشر ټرمپ پاکستان ته ورځي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویزرلینډ په ډاووس ښار کښې د اقتصاد په نړیوالې غونډې کښې له لومړي وزیر عمران خان سره په کتنې کښې وویل دې به زر پاکستان ته سفر وکړي .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ترمینځ په کتنه کښې په ډیرو مهمو موضوعګانو غور شوی .
په دغه کتنې کښې د پاکستان خارجه وزیر او د امریکا د ولسمشر ټول ټیم هم ګډون درلود .
د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره له کتنې مخکې ویلي وو چې واشنګټن له اسلام اباد سره ډیر نږدی شوی دی .
ټرمپ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان خپل دوست وباله او زیاته یې کړه چې زه به د کشمیر په هکله د هندوستان له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره خبرې وکړم .