امریکا د چین او دپاکستان د پروژې پرضد تبلیغات کوي
زمونږ خبریال وايي په پاکستان کښې د چین سفارت پرون د چین او د پاکستان د اقتصادي کوریډور پرضد د جنوبي اسیا په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي میرمن الیس ویلز نیوکه منفي تبلیغات وبلل او هغه یې د اسلام اباد او د پیکینګ په اړیکو کښې د واشنګټن لاسوهنه وګڼله .
د امریکا ځانګړي استازي الیس ویلز د چین په یوه(۱) کمربند او یوې لارې پروژې نیوکه کړي وه او تور یې لګولی وو چې د چین او د پاکستان په اقتصادي کوریډور پروژې(China–Pakistan Economic Corridor ) کښې شفافیت نشته .
هغې دغه راز ادعا کړي وه چې د چین د پانګونې په خاطر د پاکستان بهرني پورونه په زیاتیدا دي .
په پاکستان کښې دچین سفارت پرون وویل د امریکا د ځانګړي استازي الیس ویلز څرګندونې کومه نوي خبره نه ده بلکې هغې دغه څرګندونې د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې هم کړي وې کومې چې پاکستان او چین په ځلونو رد کړي وې .
په پاکستان کښې د چین سفارت وویل مونږ باید اجازه ورنکړو چې حقیقت پټ شي او دروغ خپاره شي .