د امریکاپه هوائي ځواک کې خودکشي ډیره زیاته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87831-د_امریکاپه_هوائي_ځواک_کې_خودکشي_ډیره_زیاته_شوې
په امریکائي پوځيانو کې روحي اونفسیاتي ستونزې او همداراز پکې بې وځلي او د عراق او افغانستان له جنګه بیرته ستنیدا د دلیلونو له امله دغه کرغیړن اقدامات په اوڅاره توګه پکې زیات شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 09, 2020 08:54 Asia/Kabul
  • د امریکاپه هوائي ځواک کې خودکشي ډیره زیاته شوې

په امریکائي پوځيانو کې روحي اونفسیاتي ستونزې او همداراز پکې بې وځلي او د عراق او افغانستان له جنګه بیرته ستنیدا د دلیلونو له امله دغه کرغیړن اقدامات په اوڅاره توګه پکې زیات شوي دي .

ایسو شي ایټيډ پریس آژانس  راپور ورکړی ،احصائې ښئ  په ۲۰۱۹کال کې  د امریکا په هوائي ځواک کې   د ځان وژنو احصائې  په داسې حال کې  ۸۴کسانو ته رسیدلي چې  دغه شمیر په ۲۰۱۸کال کې کابو شپیت تنه ښودل شوی ؤ .

  ددغه راپور په اساس ،  که څه هم د امریکا په هوائي ځواک کې دخودکشۍ د احصایو  د زیاتیدا  دلیلونه  تر دې مه مشخص شوي نه دي ، خو  په تیرو دوو کلونو کې  د دغو احصایو زیاتیدا ،له مخکینیو کلونو لازیات دی چې  پکې شمیر له شپیتو تر څلورو شپيتو پورې ښودل شوی .

 د امریکا د جنګ وزارت پنټاګان  او  ددغه هیواد هوآئي ځواک  مخکینۍ احصائې ښئ  چې  په ۲۰۱۵کال  د ۶۴کسانو ّځان وژنه ، د خودکشۍ تر ټولو لوړ شمیر دی .

په ۲۰۰۹کال کې د  ا مریکا په هوائي ځواک کې  یوې مطالعې هم ښودلې چې  په دغه اورګان کې  د خودکشیو شمیر له ۱۹۹۰کاله رانیولې تر ۲۰۰۴پورې په کلونو کې  په متوسط ډول ۴۲تنه  ؤ او له ۶۲تنو زیات شوی نه ؤ .

په امریکائي پوځيانو کې  روحي اونفسیاتي ستونزې او  همداراز پکې بې وځلي  او د عراق او افغانستان له جنګه بیرته ستنیدا د دلیلونو له امله  دغه کرغیړن اقدامات په اوڅاره توګه پکې زیات شوي دي .