ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i87858-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او کابل د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2020 09:03 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ زیاتره ورځپاڼو نن د سبانۍ پیښې یعنې اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې او د سلواغې د دویشتمې نیټې د لاریونه په هکله بیلابیل اټکلیز خبرونه او د ایران د بیرغ او ورسره د شهید قاسم سلیماني انځورونه چاپ کړې دي.

سبا د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزه ده چې سږ کال د سلواغې دوویشتمه نیټه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشهور قومندان ډګر جنرال سردار سلیماني د شهادت له څلویښتې سره هم مهاله ده نو په دې وجه تمه کیږي چې په سباني لاریون کښې به خلک د تیرو کلونو په پرتله لازیات پراخ ګډون ولري.

کیهان په دې هکله خپل ترټولو ستر خبر ته عنوان ورکړی دی: یو سلیماني ایران سبا د امام ارمانونو ته لبیک وايي.

آفتاب د خلکو په لاس کښې د ایران د یو ستر بیرغ چې پرې د شهید سلیماني انځور هم ښکاري، لیکلې دي: تر یو بیرغ لاندې ټول راوځو.

د دې خبر په هکله د جوان د خبر عنوان دی: د سلیمانیانو د اقتدار ښودونکې د سلواغې دوویشتمه.

او خراسان ورځپاڼې لیکلې دي: د حاج قاسم سلیماني په څلویښتۍ کښې له انقلاب سره د بیعت تازه کول.

*/*/*/*

د تهران چاپ کیهان بیا په یو بل خبر کښې لیکلې دي: افغان سرتیري د امریکې اته ترهګر پوځیان هلاک کړل.

خبر زیاتوي چې د افغانستان د ملي اردو یو ځواک د خالي په ورځ په ننګرهار ولایت کښې د امریکې په ترهګرو پوځیانو ډزې وکړې او اته تنه یې ترې ووژل.

د واشنګټن چارواکو له دې مخکې په یاده حمله کښې د وژل شویو کسانو شمیر دوه تنه اعلان کړی و خو نور سرچینو بیا د وژل شویو امریکایانو شمیر اته تنه وباله. له بلې خوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي مشرانو او چارواکو په پټونو نیوکه وکړه.

*/*/*/*/*

له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې بیا د اسلامي ایران د پوځ د لوې درستیز څرګندونو ته پراخ انعکاس ورکړی او د دوي له قوله یې په غټو ټکو لیکې دي: د دښمن په وړاندې د خپل دفاعي قدرت زیاتولو ته دوام ورکوو.

د ایران د وسله وال ځواک لوی  درستیز جنرال محمد باقری د اسلامی انقلاب د بریالیتوب  د ۴۱ کلیزې  په مناسبت په پیغام کې وویل: د ایران وسله وال ځواکونه  د اسلامی ټاټوبی ، د انقلاب  امنیت جوړونکی او پیاوړی دفاعی لاسونه دي .

سردار باقری د دې خبرې په کولو سره چی د ایران وسله وال ځواک به حتی د یوې شیبې لپاره اجازه ورنکړی ، دښمنان  د ایران د پایداره امنیت او د ټولنې بې ساری ارامښت ته تاوان ورسوی زیاته کړه د ایران وسله وال ځواکونه د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح د لوړو ایډیالونو،  او د تلپاتی شهیدانو د یاد او خاطرې په لمانځلو سره  یو ځل بیا او د پرتمین اسلامی انقلاب د بریالیتوب په کلیزه کې  د ایران د درستو قواو له معظم قوماندان سره بیا بیعت تازه کوی .

د ایران اسلامی انقلاب د ۱۹۷۹ میلادی کال د فرورۍ په ۱۱ نیټه د حضرت امام خمینی رح په مشرۍ بریالې شو .

د ایران درست خلک په همدې مناسبت د سلواغې د ۲۲ نیټې په عظیم لاریون کې دحضرت امام خمینی رح  له ایډیالونواود رهبرۍ له ستر مقام  حضرت ایت ا... خامنه ای  سره بیعت تازه کوی . 

*/*/*/*/*/*

 

کابل چاپ

د کابل د نن ورځې ډېرو ورځپاڼو د افغانستان په اړه د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي نوماند جوبایډن د تېرې ورځې د څرګندونو او په قطر کې د امریکا او طالبانو د غیر رسمي خبرو په اړ مطالب چاپ کړي.

ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د "جوبایډن د امریکایي ذهنیت ترجمان" تر عنوان لاندې مطلب لیلکي، د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي نوماند جوبایډن هغه څرګندونې چې هېڅ شونې نه‌ده چې "افغانستان دې یو واحد هېواد شي" نظر نه، بلکې هدف بولي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د امریکا د ګانګرس یو شمېر غړي او سیاستوال دې ته کار کوي چې څنګه افغانستان وپاشي.

د لیکوال په باور، نه‌یوازې جوبایډن، بلکې د امریکا ډېری چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې د فدرالي نظام د جوړولو زمینه برابره کړي.

لیکوال لیکي، افغانانو په څلورو لسیزو جګړو او بدو ورځو کې خپل یووالی ساتلی او په دې موده کې د جوبایډن هڅو ته ورته د نورو هغو هېوادونو هڅې چې د افغانستان د ماتولو او وېشلو خیالونه‌یې په سر درلودل له ماتې سره مخ شوي دي.

لیکوال سرمقاله په دې کرښه ختمه کړې چې افغانان باید خپل دوست او دښمن وپېژني.

دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د جوبایډن د څرګندونو په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پخواني استازي کای ایډي خبرې راخیستي.

کای ایډي د جوبایډن څرګندونې د هغه ناپوهي بللې او ویلي دي چې په دې اړه خواشینی دی.

دغې ورځپاڼې په خپل مطلب کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا خبرو ته هم ځای ورکړی چې ویلي یې دي افغانان د ملت جوړونې وړتیا لري.

له دې سره د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په خپله ټویټرپانه د جوبایډن د څرګندونو په اړه لیکلي چې افغان ولس د یو بل ترڅنګ د ترهګرۍ پر وړاندې جنګېږي ترڅو نور هېوادونه خوندي پاتې شي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو په اړه لیکلې، "طالبان دې د اوږدو او بې‌پایلو مذاکراتو پر ځای له افغان حکومت سره خبرو ته کېني."

د لیکوال په باور، طالبانو د افغانستان د راتلونکې او سولې په اړه نه، بلکې له امریکا سره د هېواد او خپل نظام پر سر چنې وهي.

لیکوال ادعا کړې چې طالبانو د پاکستان، روسیې، ایران، انګلستان او یو شمېر نورو هېوادونو اجنډاګانې پلې کوي او غواړي چې د امریکا سره په خبرو خپل پخوانی نظام بیا واکمن کړي.

لیکوال دا هم لیکلي چې افغانان د اوربند په اړه د طالبانو د مخامخ خبرو اترو او سولې غوښتونکي دي.

خو تازه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند او له امریکا سره د افغان سولې پر سر د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین تېره شپه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د سیاسي دفتر مرستیال ملا برادر په ګډون یو شمېر نورو طالب مشرانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره یو ځل بیا ناسته کړې او د مذاکراتو د پایلو او وروستیو اقداماتو په اړه‌یې خبرې کړې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*