انګلستان د سوریې پرضد بندیزونو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i88043-انګلستان_د_سوریې_پرضد_بندیزونو_ته_دوام_ورکوي
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل لندن له اروپايي اتحادیې څخه له وتلو وروسته هم د سوریې پرضد د دغه اتحادیې د بایکاټونو پیروۍ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2020 09:37 Asia/Kabul
  • انګلستان د سوریې پرضد بندیزونو ته دوام ورکوي

فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل لندن له اروپايي اتحادیې څخه له وتلو وروسته هم د سوریې پرضد د دغه اتحادیې د بایکاټونو پیروۍ کوي .

د بریتانیا خارجه وزارت وویل لندن د سوریې پرضد د بندیزونو د تنظیمولو لپاره له اروپايي هیوادونو سره نږدې ملګرتیا کوي او د روان میلادي کال په دسمبر میاشت کښې له اروپايی اتحادیې څخه په کامل ډول وتلو وروسته به هم د بندیزونو اجرا کولو ته دوام ورکړي .

اروپايي اتحادیې په تیرې دوشنبې ورځ د سوریې پرضد نوي بایکاټونه ولګول او د دغه هیواد په اتو(۸) سوداګرانو او دوو (۲) ارګانونو یې بایکاټونه ولګول .

اروپايي اتحادیې تراوسه د سوریې د یو اویا(۷۱) ارګانونو او د دوه سوه اوه اویا (۲۷۲) ښاریزو مالونه او شتمنۍ  بلوکه کړي دي .

د سوریې پرضد د اروپايي اتحادیې بایکاټونه په ادلب او حلب کښې د ترهګرو ډلو له پراخې ماتي او په دغو سیمو کښې د حکومتي عسکرو له چټک پرمختګ سره په یووخت ترسره کیږي .

د سوریې پوځ په تیرې یکشنبې ورځ وروسته له دې چې د حلب په شمال کښې په «صالات اللیرمون» سیمه کښې د ترهګرو د اخري اډو کټرول په لاس کښې واخیست وتوانید چې په حلب ښار کښې په کامل ډول امنیت ټینګ کړي .

د سوریې ولسمشر بشار اسد په دې مناسبت په یوه (۱) پیغام کښې وویل دغه بریالیتوب د دښمانانو دتسلیمیدا او د دمشق پرضد د دسیسو د ناکامه کیداپه معنا دي .