اسرائیلو له امریکا سره استخباراتي ملګرتیا لرلي ده
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسي جرګې کانګرس ته اړونده «هیل» خبري سایټ پرون د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال قاسم سلیمانی د ټرور په عملیاتو کښې د صهیونیسټ رژیم ګډون تائید کړ .
هیل خبري سایټ وویل صهیونیسټ رژيم د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ، دعراق د الحشد الشعبي ولسي ځواک د نائب رئیس ابو مهدي مهندس او د ورسره د نورو څو کسانو د ټرور په عملیاتو کښې له امریکا سره استخباراتي ملګرتیا لرلي ده .
سردار قاسم سلیماني په لویدیځې اسیا کښې د داعش په شمول له ترهګرو او تکفیري ډلو سره د مبارزې نامتو څیره وه .
امریکا له سعودي عربستان ،انګلستان ، فرانسې ، بحرین ، متحده عربي اماراتو ،اردن ، صهیونیسټ رژیم او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې داعش او نورې ترهګرې ډلې جوړې کړي دي چې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم لپاره امنیت رامینځته کړي .