روسیه به د ایران پرضد د امریکا د اقدام مخه ونیسي
Feb 27, 2020 01:41 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل بوګدانوف د امریکا لخوا د ایران ضد بایکاټونه غیرقانوني وبلل او ویې ویل ماسکو به د تهران پرضد د ملګروملتونو د بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره له هر ډول هڅې سره مخالفت وکړي .
هغه له ایران سره د ملګرتیا کولو په دلیل د ځینو هیوادونو پرضد د امریکا بایکاټونه وغندل او هغه یې غیر قانوني وبلل .
بوګدانوف زیاته کړه روسیه به د ایران پرضد د ملګروملتونو د بایکاټونو له بیرته ستنیدا سره مخالفت وکړي او زیاته یې کړه ملګري ملتونه باید د ځینو هیوادونو لوبتکه ونه وسي .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وړمه ورځ وویل چې واشنګټن په چین، عراق ، روسیې او ترکیې کښې په دیارلسو (۱۳) کسانو او ارګانونو بایکاټونه لګولي دي .
ټیګونه