ترکیه په سوریې کښې د ټروریسټانو ملاتړ کوي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار الجعفري پرون ترکیه په سوریې کښې له ترهګرۍ په ملاتړ تورنه کړه او ویې ویل ترهګرو د سوریې ښاري بیخ بنایانې تباه کړي او په میلیونونو خلک یې کډوال کړي دي .
بشار جعفري د سوریې په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې د سوریې په شمالي سیمو د ترکیې د حملو او د یرغل په هکله وویل ترکیه په سوریې کښې د ترهګرۍ د پروژې د اجرا کولو کوشش کوي خو هیڅکله به بریالۍ نشي .
د سوریې په شمال کښې په ادلب ولایت کښې د سوریې د پوځ او د هغوې د متحدانو عملیات چې په دغه هیواد کښې د ترهګرو اخري مرکز ګڼل کیږي د ترکیې منفي غبرګون او د انقرې لخوا پرله پسې ګواښونه ځان پسې لرلي دي .
ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو یو(۱) اصلي ملاتړی هیواد دی .
د ترکیې پوځ په تیرو اونیو کښې له ترهګرو د ملاتړ لپاره په ځلونو په ادلب ولایت کښې د سوریې د پوځیانو په مورچو او بیخ بنایانو حملې کړي دي .
ترکیې دغه راز د سوریې په شمال کښې ځینې سیمې په نیواک کښې وروستلي دي .