د امریکا ولسمشر ته به ماتي ورکړو
Mar 11, 2020 11:43 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ډیموکراټ ګوند دننه په انتخاباتو کښې مخکښ کاندید جوبایډن هیله وکړه د هیواد اوسني ولسمشر ټرمپ ته به د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي ورکړي .
هغه د امریکا په شپږو (۶) ایالتونو کښې د ډیموکراټ ګوند د مارچ د میاشتې د میاشتې د لسمې(۱۰) نیټې د مقدماتې انتخاباتو د لومړنیو نتیجو له اعلان وروسته وویل زه غواړم چې له سیناتور برني سینډرز او د هغه له پلویانو څه د زیات اشتیاق او د نه ستړي کیدونکي انرژۍ په خاطر مننه وکړ او زیاته یې کړه مونږ یو(۱) ګډ هدف لرو او یوځاې به اوسني ولسمشر ټرمپ ته ماتي ورکړو .
ټیګونه