ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89367-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2020 11:13 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ وطن امروز ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قومندان سردار سلامي ترڅنګ د دغه ځواک د څو نورو قومندانانو انځور چاپ کړی او ورسره یې په غټو ټکیو لیکلې دي: کرونا موندونکی.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران سپاه پاسداران یوازې په پنځو ثانیو کښې د کرونا د معلومولو آله جوړه کړې چې په دنیا کښې هیڅ ساری او شبیه نه لري.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان په شتون سره له کرونا وایرس سره د مقابلې په لړ کښې د یوې نوې لاسته راوړنې بریا وشوه چې کولې شي یوازې په پنځو سیکنډو کښې ککړې سیمې معلومې کړي.

جنرال حسین سلامي پرون د بسیجي پوهانو له خوا د کورونا وایرس د پیژندنې په لړ کښې د نوې آلې د مخ کتنې په ترڅ کښې وویل: دا لاسته راوړنه یوه نوې او ځانګړې علمي او ټیکنالوجیکي ښکارنده ده چې په ایران کښې د کرونا وایرس له خپریدو وروسته مخلصو او پوهو بسیجیانو له خوا جوړه شوه.

دا آله د مقناطیسي میدان له رامینځته کولو یعنې له دوه قطبي وایرسه په استفادې سره یوازې په پنځو ثانیو کښې کولې شي چې ککړه سیمه کشف کړي او تر ۱۰۰ میټري ساحه پورې په شیانو باندې یا په موجودو کسانو کښې د کرونا وایرس هر ډول شتون وپیژني او اعلان یې کړي.

د (مستعان ۱۱۰) په نامه دغه آله د ایران د بسیجي محققانو او پوهانو له خوا ډیزاین شوې او په ټوله نړۍ کښې هیڅ ساری نه لري.

*/*/*/*

اوس د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راخلو چې د خپل وړومبي مخ په یو خبر کښې یې د امریکې د ولسمشر له خوا د روغتیا په نړیوال سازمان باندې د بودجې د بندولو موضوع ته اشاره کړې، او په غټو ټکیو یې لیکلې دي: د کرونا په کړکیچ کښې د امریکې له خوا د روغتیا د نړیوال سازمان د بودجې غوڅیدل.

خبر زیاتوي په داسې حال کښې چې د روغتیا نړیوال سازمان له کرونا وایرس سره د مقابلې د اصلي لوري په توګه د حکومتونو مالي مرستو ته سخت ضرورت لري، د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دغه سازمان باندې د خپل هیواد مالي مرستې بندې کړې.

د نړۍ هیوادونو د ټرمپ د دغه اقدام په غبرګون کښې ویلي چې هغه په عملي توګه له کرونا سره ملګرې شوې دی.

د امریکې ولسمشر په دې لړ کښې وړومبۍ چین په کرونا پورې په اړوندو احصائیو کښې په پټونې او لاسوهنې تورن کړ او بیا یې د روغتیا په نړیوال سازمان باندې د چین د پلویتوب کولو او په کرونا پورې د اړوندو معلوماتو د ناوخته خپرولو تور لګولې دی.

خو د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي دغه ډول ادعاوې ردوي. د دغه سازمان د عمومي منشي مرستیال له چین سره د WHO د اړیکو په دفاع سره وویل: د کرونا د خپریدو په ابتدايي پړاؤنو کښې ډیره ضروري وه چې هر ممکن څیز ته لاسرسي ولرو او په موضوع باندې د پوهیدو لپاره له چین سره ملګرتیا وکړو. دا هغه کار و چې مونږ د اسپانیا په شان چې ډیر خلک په کښې په دغه وایرس ککړ شوې دي، له ټولو هیوادونو سره کړی دی او یوازې په چین پورې ځانګړې نه دی.

اوس ټرمپ د روغتیا د نړیوال سازمان د بودجې په غوڅولو سره کوشش کړی چې په دغه سازمان باندې دباؤنه زیات کړي.

د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ټرمپ د دغه کار په غبرګون کښې ویلې دي: د روغتیا له نړیوال سازمان سره باید مرسته او ملاتړ وشي ځکه چې دغه سازمان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره په مقابله کښې د نړیوالو هلوځلو په وړومبۍ لیکه کښې دی.

له بلې خوا د چین حکومت د روغتیا په نړیوال سازمان باندې د مالي مرستو په بندولو کښې د امریکې په اقدام باندې نیوکه وکړه.

د چین حکومت پرون د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دغه اقدامه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې دا یو انسانیت ضده کار دی.

*/*/*/*/*/*

ایران ورځپاڼې بیا د روغتیا په نړیوال سازمان باندې د امریکې لخوا د مرستو بندیدو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د غبرګون خبر راخیستې او په یو سرټکي کښې یې لیکلي دي: د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو کښې د امريکې فېصله د بشريت په خلاف جنايت دی.

د ايران د خارجه وزارت وياند د کورونا په وجه بحراني حالاتو کښې د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې د بندولو په لړ کښې د امريکې د ولسمشر په فېصلې باندې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، دا اقدام د امريکې يو غېر ذمه دارانه اقدام او د بشريت په خلاف جنايت دی.

**

هم دې ورځپاڼې بیا د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې د سعودي ائتلاف او یمن ترمینځ د اوربند د شوې موافقې د خلاف ورزۍ په لړ کښې د دغه تیري ګر ائتلاف تازه حملو ته پام کړی او لیکلي یې دي: سعودي تيريګر ائتلاف په يمن کښې د ډزبندۍ د اعلان باوجود يو ځل بيا د دغه هېواد استوګن سيمې بمباري کړې.

خبر زیاتوي چې خبري سرچينو وويل، د سعودي تيري ګر ائتلاف جنګي الوتکو پرون مازيګر د يمن پائتخت صنعا په شمال کښې په  وادي ظهر سيمې بمباري وکړه.

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيی السريع هم د دغه هېواد په الجوف صوبه کښې په څو محاذونو د سعودي ائتلاف لخوا د ډزبندۍ د ادعا باوجود د دغه ائتلاف  د حملو د شنډولو خبر ورکړ.

د يمن المسيره چېنل بیا خبر ورکړی، د سعودي تيريګر ائتلاف د يمن په الحديد صوبه کښې اتيا ځل د ډزبندۍ خلاف ورزۍ کړې دي.

*/*/*/*/*/**/*/

بهرنی ورځپاڼې

د یونایتد پرس انټرنشنل (یو پي آي) په نوم خپرونه د بشري حقونو د فعالانو د یوه نوي راپور په استناد لیکي، د فبرورۍ له وروستیو راپه دې خوا چې د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی په افغانستان کې تر ۸۰ ډېر ملکیان وژل شوي دي.

دا خپرونه بیا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا څرګندوي چې د فبرورۍ له ۲۹مې راوروسته ۸۳ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د (یو پي آی) خپرونې په باور په دې وژل شویو ملکیانو کې ملکي مأمورین، حکومتي کارکوونکي، قومي مشران او مذهبي مشران شامل دي او په دوی کې اته ښځې او اته ماشومان دي.

د خپرونې په باور د دې مرګ‌ژوبلې د نیمایي مسؤلیت طالبانو منلی دی او نیمایي نور یې داعش ترهګرې ډلې.

خپرونه وړاندې لیکي چې د بشري حقونو ډلو پر ټولو لورو غږ کړی دی، په ځانګړي ډول پر طالبانو چې د عادي ملکیانو او حکومتي مأمورینو له وژلو لاس واخلي.

(یو پي ای) څرګندوي چې له امریکایي لوري سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سولې له تړون راوروسته دې ډلې په افغانستان کې په سلګونه بریدونه کړي دي او د سیاسي چارو کتونکي په دې باور دي چې طالبان په دې ډول غواړي د خبرو د مېز پر سر خپل دریځ پیاوړی کړی.

طالبان وایي چې تر اوسه دوی داسې موافقه نه‌ده کړې چې له مخې یې په افغانستان کې شخړې راکمې کړي او دوی دې ته انتظار دي چې بین‌الافغاني خبرې پيل شي او په هغو کې پر دې مسئلې بحث وشي.