د تهران او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89606-د_تهران_او_ځينی_نورې_نړیوالې_نننیۍ_ورځپاڼۍ
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم در ته د تهران او ورپسې هم ځينی نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2020 08:56 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځينی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم در ته د تهران او ورپسې هم ځينی نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو .نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

   د تهران  ورځپاڼو په سر کې دا هم  کیهان ورځپاڼه ده چې  البته پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د ایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د روژې دمبارکې میاشتې  په مناسبت له  قرآن سره د انس او مینې په دستورو کې چې د ویډیو ئي کنفرانس له لارې ترسره شوی ، فرمائيلي  له قرآن کریم سره مینه رازده کوي ،چې د قرآن کریم په دستوراتو عمل وکړو او د پاک پروردګار په درګاه کې په خضوع سره حاضر شو  او هیڅکله هم له  دښمن څخه ویره ونه لرو .

د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائي چارو د وزارت مرستیال ایرج حریرچي پرون مازدیګر په خبري ناستې کې چې   د ویډیو ئي کنفرانس له لارې ترسره شوي ،وئيلي دي ، په درست ایران کې د تیرو درو اونیو په نسبت د کرونا ویروس دخپریدو له امله  مړینې تر اویا فی صدو پورې کمې شوي دي .

دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د کرونا ویروس خوریدا  د درستې نړۍ په وړاندې د امریکائي استعمار درستې ادعاګانې چې د خپل ملت  د خوندي ساتلو په باب ئې کړي دي ، د دنیا نندارې ته وړاندې شوي  او حتی په روغتونونو او طبی مرکزونو کې ئې  طبی عمله هم  لازم او ضروري تجهیزات نه لري .

د شمالی کوریا د رهبر کیم جون اون  دمړینې په باب  منفي تبلیغات  له دې وروسته پاي ته رسیدلي چې  وئيل شوي دي له اپریشن وروسته د  هغه بدني وضعّیت په ښه کیدو دی .

د ایران د اسلامی انقلاب د  سپاه پاسدارانو دځوانو متخصصانو په لاس جوړه شوي نور نومې سپوږمکۍ هماغه راز نړیوال غبرګونونه په ځان پسې لري   او   په دغې سترې بریا  استعماري قدرتونه او دهغوي تالي څټي  د بندیزونو  له سختیدا سره سره د اسلامي  ایران په دغې سترې بریا حک بک پاتې شوي دي .

              دا هم د تهران همشهري ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،په د اسې حال کې چې درسته نړۍ د کرونا ویروس د پراخې خوریدا په دلیل د یوموټي کیدا په حال کې د ه ، امریکا پخپلو کرغیړنو  کړنو سره یو ځل پیا ښودلې ده چې  له نړۍ سره یو ځای له حرکته  لیرې  کیدا غواړي او  دا دامریکا ملت دی چې باید په خود کې شي ، ګني  په  تاریخ کې به ئې نامه هم ورکه شي .

په پاکستان کې  د کرونا ویروس د پراخې خوریدا له امله  یوشمیر ډاکټرانو او پرستارانو   هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دغې چارې  په دغه هیواد کې  هم  د حکومتی اورګانونو دکمزوري موقف  او کړچار په دوام سختې  نیوکې راپورته کړي دي .

په افغانستان کې په لغمانن او کاپیسا ولایتونو کې  د وسلوالو طالبانو او حکومتي  عسکرو ترمینځ په اخ و ډب کې  پنځلس وسلوال طالبان   وژل شوي دي  البته  د طالبانو ډلې او امریکائي استازو ترمینځ  په قطر کې د سولې له تش په نامه موافقې وروسته  د افغانستان  ولس تمه کوله چې وسلوال طالبان به په جنګ ځپلي افغانستان کې  تاؤتریخوالي کم کړي ،خو   وسلوالو طالبانو نه یوازې  تاؤتریخوالي کم کړي نه دي ،بلکې  شخړې او ترینګلتیاوې لاپسې زیاتې شوي او  داسې کومه ورځ نشته چې د لسګونو بې ګناه  افغانانو وینه توي نشي .

*****************

            اوس هم راګرځو ځينو نړیوالو ورځپاڼو ته چې په سرکې ئې هم دپاکستان یو شمیر ورځپاڼې راخلو  ، د پاکستان ډان ورځپاڼې په انټرنیټي سایټ کې لیکل شوي ، چې  په پاکستان کې د کرونا ویروس  دخوریدا له امله په دغې ناروغۍ د ککړو کسانو وشمیر تر نن سهار پورې  دولس زره اوه سوه  دوه ویشت تنه اعلان شوي ،  او  دقربانیانو شمیر ئې  هم  دوه سوه اته پنځوس کسانو   ته رسیدلی دی  البته  له  درملنې وروسته   کابو  دوه زره اته سوه شپږ شپیته کسان ښه شوي هم دي او له روغتونونو رخصت شوي دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،  د پآکستان لومړي وزیر عمران په مشرۍ په دغه هیواد کې دشیانو دبیّیو  په  ګرانیدو پسې  دجدي اقداماتو  پخلی شوی دی  او وئيل شوي چې که  له  تصویب شوي  بیّو زیات  پیر پلور وشي ،نو  څارونکي  اورګانونه به جدي  اقدامات وکړي .  په خیبر پختونخواه صوبې کې د اعلی وزیر ځانګړی مرستیال کامران بنګش  او د  کوزې کرمې ضلعې  له خوا د ولسي جرګې  غړی منیر اورکزئ سره دخپلې میرمنې  په کرونا ویروس اخته شوي  او وضعیّت ئې هم مرګي حاله راپور شوی دی .

 دپاکستان حکومت   دهوائي شرکتونو  هر ډول نړیوال الوتونه د مئ تر پنځلسمې نیټې پورې  ځنډولي دي .

 دپاکستان دسند صوبې اعلی وزیر مرادعلی شاه وئیلي دي ، په روژې مبارکې میاشتې کې به هم  هیڅ ډول  غونډې  او په جوماتونو کې جمې لمونځونه او تراویح  هماغه راز ځنډیدلي وي ا و تر بلې  خبرتیا پورې به دوام وکړي .

          د پاکستان  د دنیانیوز ورځپاڼې   انټرنیټي سایټ  هم لیکلي دي ،  په کراچۍ کې د ګنده اوبو په ګټر کې  دلوبو په وخت پنځه بچیان غورځیدلي   چې دوه ژغورل شوي او درو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

دپآکستان لومړي وزیر عمران خان وئيلي دي ،  د هیواد له شتمنو کورنیو  د ملی خزانې  لوټ شوي پیسې به بلاخره هم  د ملی خزانې  خورجینو ته ورسیږي ، البته  د ملی شتمنیو لوټ مار به هیڅکله هم له سزا بچ پاتې نشي .    

                 او س هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې  له  انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو ،

دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې ، د افغان ولسمشر غني او عبدا....  عبدا،،، ترمینځ د سیاسي لانجو او کرونا ویروس سره د مبارزې په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د سیاسي ابتذال دوام دواړه اړخونه هم په ولس کې ډېر بې‌اعتباره کړي دي او هم‌یې په نړۍ کې افغانان بې‌حیثیته او بې‌وقاره کړي دي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې اخر دومره رسوايي او دومره لوېدل چې مونږ  پر اصولو هم اتفاق نه‌شو کولای ، زموږ ولس ته په نړۍ کې کوم تصویر ورکوي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، په رښتینې معنی دا د شرم خبره ده چې نن زموږ په سیاسي چاپېریال کې کوم حالت دی، ولس مو ترې بېزار دی او یو لوری به هم د دې حالت په دوام کې ګټندوی او دروند پاتې نه‌شي.

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د اوربند او  یا اورکم  مسئله هم دواړو لورو په تېره بیا طالبانو ته یو پېغور پرېږدي، دا چې له امریکایانو سره اوربند دی، خو پر افغاني لوري بریدونه کوي، سیاسي توجېه لري، خو د سرمقاله لیکونکي په باور دیني او افغاني توجېه نه‌لري.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، په هر صورت پایله دا ده چې (افغان‌وژنه) دوام لري او دا باید په یاد ولرو چې هر تن چې په خاورو او وینو کې رالوېږي د وینو پور یې د نورو وینو تویېدو تضمین کوي او که په سیاسي او پوځي حالت کې ډېر زر بدلون رانه‌شي، ښکېل یاران له هوښیارۍ کار وانه‌خلي ښایي دواړه نیم بندې پروسې ناکامې شي چې پایله به‌یې د ولس له بربادۍ پرته بل هېڅ نه‌وي او له طالبانو تر حکومت او چارواکو به ټول دې لوبه کې بدنام وي.

               انیس ورځپاڼې لیکلي، د کرونا په نوم وژونکي ویروس چې په نړیواله کچه‌یې د خلکو ډېرې اندېښنې راپارولي او په ټولنیزه توګه د مخنیوی لپاره‌یې په پراخه کچه د لازمو تدابیرو او هر اړخیزو اقداماتو د نیولو سپارښتنې کېږي په دې اړوند خلک هم خورا ډېر اندېښمن دي.

سرمقاله کې وړاندې راغلي، د کرونا ویروس ترڅنګ اوږد مهاله غمیزه د بدمرغې جګړې دوام دی چې هره ورځ له افغانانو څخه قرباني اخلي او ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو عزیزانو د ویر او ماتم پر ټغر کېنوي.

ورځپاڼې دغه‌شان په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د سفیر پیري مایدون له قوله زیاتوي چې افغان مشران باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي او طالبان دې هم اوربند اعلام کړي، خو طالبانو نه‌یوازې اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې، بلکې په وینا یې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ساحو کې د جګړه‌ییزو نښتو په ترڅ کې لسګونه هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

                  صلاح ورځپاڼې د ثور د اتمې په تړاو سرمقاله خپره کړې ده.

وړاندې راغلي، د ثور مياشتې اتمه زمونږ د هېواد په تاريخ کې زموږ د ملت او په تېره بيا د افغان مجاهدينو د ډېر ستر برياليتوب او وياړ په توګه بلل کېږي چې افغان مجاهدينو وکولای شول د ۱۴ کلونو جهاد په لړ کې د وخت د شوروي يرغلګر پوځونه له افغانستان څخه وشړي.

ورځپاڼې لیکلي،افغانانو په یووالي او شهیدانو په ورکولو سره جهاد وکړ او د شوروي د پوځونو په شړلو بريالي شول چې وروسته د ١٣٧١ کال د ثور مياشتې په اتمه ورځ وروستي برياليتوب ته ورسېدل او قدرت د وخت د شوروي تر ملاتړ لاندې رژيم څخه د مجاهدينو لنډ مهالې ادارې ته ولېږدول شو.