دا شوق که لیونتوب دی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i89880-دا_شوق_که_لیونتوب_دی
زمونږ خبریال وايي د بلغاریه هیواد دوه ویشت (۲۲) کلنې انجلۍ د غټو شونډو د خواهش د پوره کولو لپاره خپلو شونډو ته شل(۲۰) ستنې پچکاري کړې . د بلغاریه هیواد دوه ویشت (۲۲) کلنې جینۍ اینډریا د غټو شونډو د خواهش د پوره کولو لپاره شل (۲۰) ځله خپلې شونډې پچکاري کړې او بیا یې په اینټرنیټ باندې خپل عکس هم خپور کړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 06, 2020 12:44 Asia/Kabul
  • دا شوق که لیونتوب دی ؟

زمونږ خبریال وايي د بلغاریه هیواد دوه ویشت (۲۲) کلنې انجلۍ د غټو شونډو د خواهش د پوره کولو لپاره خپلو شونډو ته شل(۲۰) ستنې پچکاري کړې . د بلغاریه هیواد دوه ویشت (۲۲) کلنې جینۍ اینډریا د غټو شونډو د خواهش د پوره کولو لپاره شل (۲۰) ځله خپلې شونډې پچکاري کړې او بیا یې په اینټرنیټ باندې خپل عکس هم خپور کړ .

د بلغاریه دغه  انجلۍ له دې مخکې په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې د خپلو شونډو د غټولو لپاره پچکاریانې کړي وې او دې  په اینسټاګرام اینټرنیټ باندې مشهوره شوي هم وه .

د بلغاریه هیواد دغه انجلۍ تراوسه د شونډو د غټولو لپاره ډير ډالر خرچ کړي هم دي .

هغې وویل زه په خپلو شونډو کښې دغه بدلون راوستل ډیر خوښوم او زه له دغه شونډو سره ډیره خوشحاله یم ځکه چې هغه غټې دي .

د بلغاریه هیواد دغه انجلۍ اینډریا وویل د پچکارۍ په وجه ما ته تر کابو دریو (۳)ورځو پورې د ډوډۍ په خوړلو کښې مشکل وو .