د امام حسن مجبتی دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پرټولو مبارک وي
د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
د روژې دمبارکې میاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او دامامت د آسمان د دوهم ځلانده ستوري حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې ورځ ده .
وائي کله حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیهما کله د خپل بجي د زیږیدا په هماغه لومړنۍ ورځ خپل ماشوم درسول ا.... بزرګوار واخوا ته بوته ،څو د هغه لپاره نامه خوښه کړي ، نو پیغمبر اکرم هم د خدای په امر سره دهغه نامه حسن کییښودله چې د نیک ،غوره او خوښ په معنا دی .
حضرت اما م حسن علیه السلام چې ددریم قمری کال د روژې دمبارکې میاشتې په پنځلسمه نیټه ئې په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي ، د اویاړ درلود، چې خپل ژوند لومړني اوه کلونه ئې د خپل ګران نیکۀ او د اسلام دګران پیغمبر د لطف او مهربانۍ په سیوري کې تیر کړي او دغه پاک ماشوم په دغه فرصت کې د اسلام دګران پیغمبر له پاک سیرته ډيره ګټه پورته کړې او له دې وروسته ئې هم تر دیرشو کلونو پورې د خپل پلار بزرګوار حضرت امام علی علیه السلام لپاره د ریښتیني او ځير شاګرد او مرستندوي په توګه تیر کړل .
د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .