مسلمانان دې د الاقصی اوفلسطین د آزادولولپاره سره یوشي
د قدس نړیواله ورځ د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې ورځ ده چې حضرت امام خمیني په نورلس سوه نه اویایم(۱۹۷۹) کال کې دغه ورځ د فلسطین له ولسه په ملاتړ کې دقدس ورځ نومولې او د نړۍ له مسلمانانو ئې غوښتي چې په دغې ورځې دې له صهیونیسټانو او دهغو له ملاتړو خپله کرکه او نفرت نندارې ټه وړاندې کړي .
صداي افغان خبری آژانس د خبر له مخی د افغانستان د اسلامی اخوت شورا مشر مولوی حبیب ا... حسام د قدس دنړیوالې ورځې په رانزدیکیدو سره پر مسلمانانو غږ کړی په وحدت، اتحاد او انسجام سره دې د مسجد الاقصی او فلسطین دنجات لپاره جدي هڅې وکړي .
مولوي صیب وئيلي دي ،مسلمانان باید په درستې اسلامی نړۍ کې د استعمار او صهیونیزم سپيرۀ لاسونه غوڅ کړي .
د قدس نړیواله ورځ د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې ورځ ده چې حضرت امام خمیني په نورلس سوه نه اویایم(۱۹۷۹)کال کې دغه ورځ د فلسطین له ولسه په ملاتړ کې دقدس ورځ نومولې او د نړۍ له مسلمانانو ئې غوښتي چې په دغې ورځې دې له صهیونیسټانو او دهغو له ملاتړو خپله کرکه او نفرت نندارې ټه وړاندې کړي .