د امریکا یوشمیر سناتورانو اسرائیلو ته ګواښ وکړ
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې اتلسو (۱۸) غړیو پرون له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو په هکله صهیونیسټ رژيم ته خبرداری ورکړ .
د امریکا د مشرانو جرګې سینا اتلسو(۱۸) غړیو د یوه (۱)لیک په لاسلیک کولو سره په صهیونیسټ رژیم غږ وکړ چې له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو په هکله د خپلې فیصلې له اجرا کولو ډډه وکړي .
د امریکا د ډیموکراټ ګوند دغو اتلسو (۱۸) سناتورانو په دغه لیک کښې ټینګار کړی که چیرې صهیونیسټ رژیم له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې په یوځاې کولو ټینګار وکړي او هغه اجرايي کړي دغه چاره ناخوښې پایلې لرلی شي .
د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څه موده مخکې وویل د اسرائیلو تر نیواک لاندې سیمو سره د اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو پلان به په راتلونکو میاشتو کښې عملي شي .
دغه موضوع د پیړۍ د توکمپال پلان یوه(۱) ماده ده کوم چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادي کال د جنورۍ په اتویشتمه (۲۸) نیټه نندرې ته وړاندې کړ .
د پیړۍ معامله د امریکا د حکومت لخوا یو(۱) نوی پلان دی چې د فلسطین د خلکو د حقوقو د ضایع کولو هڅه کوي او دغه پلان د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په شمول د ځینوعربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر کړی شوی دی .
د دنیا ډیرو هیوادونو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو او مشرانو په تیره بیا مسلمانانو دغه پلان په کلکه غندلی دی .
امریکا د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو او دنیواکګرۍ اصلي ملاتړي ده