دا پیشو حقیقي ده او که څنګه تاسو قضاوت وکړئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90279-دا_پیشو_حقیقي_ده_او_که_څنګه_تاسو_قضاوت_وکړئ
زمونږ خبریال وايي د سکاټ لینډ پیشو ته خدای پاک ج داسې ښکلي او په زړه پورې سترګې ورکړي دي چې لیدونکي بیخي حیرانیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2020 10:04 Asia/Kabul
  • دا پیشو حقیقي ده او که څنګه تاسو قضاوت وکړئ

زمونږ خبریال وايي د سکاټ لینډ پیشو ته خدای پاک ج داسې ښکلي او په زړه پورې سترګې ورکړي دي چې لیدونکي بیخي حیرانیږي .

د دغه پیشو عکس او ویډیو په اینټرنیټ باندې ډیر خلک ځان  ته جذب کړي دي .

په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې د سکاټ لینډ د «اسکاټش فولډ» نسل د سپینې پیشو دواړه سترګې له عام پیشوګانو څخه مختلفې دي چې یوه(۱) سترګه یې شنه (Blue) او بله یې زیړه(Yellow) ده .

د پیشو مالک وویل د پیشو د سترګو دغه حالت ته هیټر کرومیا ویل کیږي او له کبله یې په پیشوګانو کښې هیڅ ډول منفي اغیزونه نه رامینځته کيږي او نه یې په صحت او سلامتیا هیڅ اغیز پریوځي .

د پیشو مالک وویل په سکاټش پیشوګانو کښې د هیټرکرومیا حالت ډیر کم وي خو مو زما د پیشو د سترګو په مختلف کیدو سره هغه د عام پیشوګانو په شان ښکاره لیدل کیږي .