پر نړۍ دامریکا دمشرتوب په پاي د اروپائي اتحادئې اعتراف
هغه مهمه موضوع چې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول په توګه جوزف بورل پرې اعتراف کړی ، هماغه موضوع ده چې په نړیوال ډګر کې د امریکا سیالانو او مخالفانو په کرتو پرې ټينګار کړی دی
په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د ډونالډټرمپ واک ته رسیدا د امریکا یواړخیز پال سیاست ته بیا ژوند ورکړ .
ټرمپ ، دامریکا موخو او ګټو ته په لومړیتوب ورکولو سره د :امریکا لومړی لمبر : په شعار سره ، مدعی دی ، چې د واشنګټن سرزوري او ځان منامه سیاستونه ،د نړۍ د رهبر په توګه د امریکا د قدرت د زیاتیدا او تثبیت لامل شوي ، دغه ادعا ، البته اوس له جدي شکونو سره مخامخ شوې ده .
په دې زمینې کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل پرون ناوخته دې ته په اشارې سره چې په دنیان کې د امریکا د رهبرۍ دعمر پاي رارسیدلی دی . د چین په وړاندې ئې د قدرتمنې سټراټژۍ دغوره کیدا غوښتنه کړې ده . جوزف بورل وئيلي دي ،شناندو له مودو راهسې د امریکا د مشرۍ د پاي او د آسیائي پيړۍ درارسیدا خبرې کړي دي . له مودو مودو راهسې دامریکا دقدرت دځوړتیا اټکل کید او اوس کرونا ویروس لامل شوی چې دامریکا دقدرت ځوړتیا په چټکۍ سره لازیاته شوې ده .
په حقیقت کې د کرونا ویروس پراخه خپریدا چې په نړۍ کې د ډيرو بدلونونو لامل شوي ، ددغه بهیر د چټکتیا د عامل په توګه ئې عمل کړی او اوس د ټرمپ امریکا له بې مخینې او هراړخیزې اقتصادي ، ټولنیزې او روغتیائي بحران اوترینګتلیاؤ سره مخامخ شوې ده.دې موضوع په پام سره، د اروپائې اتحادئې د بهرني سیاست مسئول دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍپراخیدا،له لویدیځه ختیځ ته د قدرت د انډول د بدلیدا لپاره دیوې مهم ټکي په توګه فکر کړی او په دې موضوع ئې اعتراف کړی دی ، چې ددې لپاره پر اروپائي اتحادئې دباؤ چې غواړي ،کوم لوري وآخوا ته شي ،په زیاتیدا دی .
هغه مهمه موضوع چې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول په توګه جوزف بورل پرې اعتراف کړی ، هماغه موضوع ده چې په نړیوال ډګر کې د امریکا سیالانو او مخالفانو په کرتو پرې ټينګار کړی دی او اوس ئې د ځان لپاره په نړیوالو ادبیاتو کې ځاي پرانیستی دی . دا موضوع هماغه د امریکا ځوړتیا ده چې بیلابیل داخلی او بهرني اړخونه لري . په بهرني سیاست کې ټرمپ په یوه مشخص او حساب شوي شکل سره ، درست هراړخیزپال اقدامات او آوزارونه وران کړي او په یو اړخیز پالنې او د امریکا د غوښتنو او ګټو په چورلیزتوب او خوندیتوب ټينګار کوي ، چې دا موضوع د امریکا دنړیوال نفوذ او اعتبار دکمیدا او په بله معنا،د دغه ناسم کړچار پر دوام د ټرمپ ټينګار ته په پام سره د واشنګټن دزیاتیدونکي انزوا او د دوي د نرم قدرت د ځوړتیا په معنا ده .
دامریکا جنجالي ولسمشر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې پشمول له څو مهمو نړیوالو موافقو څخه په وتلو سره ، څو اړخیزپالنه تر پښو لاندې کړې او په نړۍ کې یوازې په یو اړخیز پالنې پسې دی . په عین حال کې ټرمپ د امریکا او د چین ترمینځ د تجارتي جنګ او همداراز د امریکا او اروپاترمینځ په تجارتي مخامخیدنې لامل شوی او په ناټو کې ئې د امریکا رول هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی . د ټرمپ دغه کړچار په عین حال کې د امریکا او اروپا ترمینځ دزیاتیدونکي لیریکیدا او په ډيرو موردونو کې د اطلس سمندر د دواړو خواؤ ترمینځ د نظر د زیاتیدونکي اختلاف لامل شوی دی .
د فرانسې د خارجه وزیر ژان ایولودریّن په وینا، ټرمپ د :امریکا لومړۍ :په شعار سپينې ماڼۍ ته ورسید، خو اوس ئې له خپلې بړَستَنې (ګلیم) څخه پسې بهر ویستلي دي او اوس د :په ځان له سر امریکا: شعار ورکوي ، یعني هغه امریکا ، چې ټوله د قدرت له جنګ سره ښکیله شوې او په هر ډول دوو اړخیزو خبرواترو کط یوازې پخپل برلاسي پسې ده .
په دغه شان شرائطو کې د امریکا دوو اصلی سیالانو، یعني په سیاسی او پوځي ډګر کې روسیه او،په تجارتي او اقتصادي ډګرکې چین،په نړیوالوډګرونو کې د ټرمب دپړاؤ پر امریکائي کړچار سختې نیوکې کوي . د امریکا یوو اړخیزتوب چې تر دې دمه ځان یو برلاسه قدرت او حتی نړۍ یوازینی زبرځواک ګڼي او ددغه سوچ په اساس پخپل خیال ، د نړۍ د مسئلو ټاکلو ته مخه کوي،دا هغه تر ټولو مهمې نیوکې دي،چې روسیې د امریکا په خلاف مطرح کړي دي .چین هم باؤري دی،د ټرمپ یو اړخیز پال کړچار پّ نړۍ کې د تجارتي جنګ او په بیلابیلو هیوادونو کې داقتصادي ګډوډیو د زیاتیدا او داقتصادي ودې د کمیدا لامل شوی دی .