پر نړۍ دامریکا دمشرتوب په پاي د اروپائي اتحادئې اعتراف
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90330-پر_نړۍ_دامریکا_دمشرتوب_په_پاي_د_اروپائي_اتحادئې_اعتراف
هغه مهمه موضوع چې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول په توګه جوزف بورل پرې اعتراف کړی ، هماغه موضوع ده چې په نړیوال ډګر کې د امریکا سیالانو او مخالفانو په کرتو پرې ټينګار کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • پر نړۍ دامریکا دمشرتوب په پاي د اروپائي اتحادئې اعتراف

هغه مهمه موضوع چې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول په توګه جوزف بورل پرې اعتراف کړی ، هماغه موضوع ده چې په نړیوال ډګر کې د امریکا سیالانو او مخالفانو په کرتو پرې ټينګار کړی دی

په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا د نوي ولسمشر په  توګه د ډونالډټرمپ واک  ته رسیدا  د امریکا یواړخیز پال سیاست ته بیا ژوند ورکړ .

ټرمپ ، دامریکا موخو او ګټو ته په لومړیتوب ورکولو سره د :امریکا لومړی لمبر : په  شعار سره ، مدعی  دی ، چې  د واشنګټن سرزوري  او ځان منامه  سیاستونه ،د نړۍ د رهبر په توګه د امریکا د قدرت د زیاتیدا او تثبیت  لامل شوي ، دغه ادعا ، البته  اوس له جدي شکونو سره مخامخ شوې ده .

 په دې زمینې کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول  جوزف بورل  پرون ناوخته  دې ته په اشارې سره  چې په دنیان کې  د امریکا  د رهبرۍ  دعمر پاي رارسیدلی دی . د چین په وړاندې ئې د قدرتمنې سټراټژۍ  دغوره کیدا غوښتنه کړې ده .   جوزف بورل وئيلي دي ،شناندو  له مودو راهسې د امریکا د  مشرۍ د پاي او د آسیائي پيړۍ  درارسیدا  خبرې کړي دي . له مودو مودو راهسې  دامریکا دقدرت دځوړتیا  اټکل کید او اوس کرونا ویروس لامل شوی چې  دامریکا دقدرت ځوړتیا  په چټکۍ سره لازیاته شوې ده .

  په حقیقت کې د کرونا ویروس پراخه خپریدا چې  په نړۍ کې د ډيرو بدلونونو لامل شوي ، ددغه بهیر د چټکتیا د عامل په توګه ئې  عمل کړی او اوس د ټرمپ امریکا له بې مخینې   او هراړخیزې اقتصادي ، ټولنیزې او روغتیائي بحران  اوترینګتلیاؤ سره  مخامخ  شوې ده.دې موضوع په پام سره،  د اروپائې اتحادئې د بهرني سیاست مسئول دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍپراخیدا،له لویدیځه  ختیځ ته  د قدرت د انډول د بدلیدا لپاره  دیوې مهم ټکي په توګه فکر کړی او  په دې موضوع ئې اعتراف کړی دی ، چې ددې لپاره پر اروپائي اتحادئې دباؤ چې  غواړي ،کوم لوري وآخوا ته شي ،په زیاتیدا  دی .

 هغه مهمه موضوع  چې  د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د مسئول په توګه جوزف بورل پرې اعتراف کړی ، هماغه موضوع ده چې په نړیوال ډګر کې د امریکا سیالانو او مخالفانو  په کرتو پرې ټينګار کړی دی  او اوس  ئې  د ځان لپاره  په نړیوالو ادبیاتو کې ځاي پرانیستی دی . دا موضوع  هماغه د امریکا ځوړتیا ده چې بیلابیل  داخلی او بهرني اړخونه لري .  په بهرني سیاست کې  ټرمپ په یوه مشخص او حساب شوي شکل سره ، درست هراړخیزپال  اقدامات او آوزارونه وران کړي  او په  یو اړخیز پالنې او  د امریکا د غوښتنو او ګټو په چورلیزتوب او  خوندیتوب ټينګار کوي ، چې  دا موضوع  د امریکا  دنړیوال نفوذ  او اعتبار دکمیدا  او په بله معنا،د دغه ناسم  کړچار  پر دوام د ټرمپ ټينګار ته په پام سره د واشنګټن  دزیاتیدونکي انزوا او د دوي  د نرم قدرت د ځوړتیا په معنا ده .

دامریکا جنجالي ولسمشر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې پشمول له څو مهمو نړیوالو موافقو څخه په وتلو سره ، څو اړخیزپالنه تر پښو لاندې کړې او په نړۍ کې یوازې په یو اړخیز پالنې پسې دی . په عین حال کې ټرمپ د  امریکا او د چین ترمینځ د تجارتي جنګ  او همداراز د امریکا او اروپاترمینځ په تجارتي مخامخیدنې  لامل شوی او په ناټو کې ئې د امریکا  رول هم تر پوښتنې لاندې راوستی دی . د  ټرمپ دغه کړچار  په عین حال کې د امریکا او اروپا ترمینځ  دزیاتیدونکي لیریکیدا او په ډيرو موردونو کې د اطلس سمندر د دواړو خواؤ ترمینځ  د نظر د زیاتیدونکي  اختلاف  لامل شوی دی .

د فرانسې د خارجه وزیر ژان ایولودریّن په وینا، ټرمپ  د  :امریکا لومړۍ :په شعار  سپينې ماڼۍ ته ورسید، خو اوس ئې  له خپلې بړَستَنې (ګلیم) څخه  پسې بهر ویستلي دي  او  اوس د :په ځان له سر امریکا: شعار ورکوي ، یعني هغه  امریکا ، چې ټوله  د قدرت له جنګ سره ښکیله  شوې او په هر ډول دوو  اړخیزو خبرواترو کط یوازې پخپل برلاسي پسې ده .

 په دغه شان شرائطو کې د امریکا  دوو اصلی سیالانو، یعني په سیاسی او پوځي ډګر کې روسیه او،په تجارتي او اقتصادي ډګرکې چین،په نړیوالوډګرونو کې د ټرمب  دپړاؤ پر امریکائي  کړچار سختې نیوکې کوي .  د امریکا یوو اړخیزتوب  چې تر دې دمه  ځان یو برلاسه قدرت او حتی نړۍ یوازینی زبرځواک ګڼي  او ددغه سوچ په اساس پخپل خیال ، د نړۍ د مسئلو ټاکلو ته مخه کوي،دا هغه تر ټولو مهمې نیوکې دي،چې  روسیې د امریکا په خلاف مطرح کړي دي .چین هم باؤري دی،د ټرمپ  یو اړخیز پال کړچار  پّ نړۍ کې د تجارتي جنګ او په بیلابیلو هیوادونو کې داقتصادي ګډوډیو د زیاتیدا او داقتصادي ودې د کمیدا  لامل شوی دی .