ورځپاڼو ته کتنه ۱۳-۳-۹۹
(last modified Tue, 02 Jun 2020 08:19:06 GMT )
Jun 02, 2020 12:49 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۳-۳-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يووږ:

په سر کښې د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو دغه ورځپاڼه د جمهوري اسلامي ورځپاڼې د خپل د ايران د ولسمشر له قوله وليکل:

په کورونائي بحران کښې د ايران د ملت مبارزه تل پاتې وياړدے.

ولسمشر حسن روحاني دکابینې په غونډه کښې  په نړۍ کښې  د ځينو پرمختللو  هیوادونو  په اقتصاد  دکورونائي بحران  د اثراتو  او مرګ  او اخته کېدو له احصایو سره  په پرتله  کولو سره تاکیدکړی ، له کورونائي بحران سره په مبارزه کښې د ایران د ملت  او طبي عملې  سل ورځنۍ کارکردګۍ او زیار  په تاريخ کښې په یادګار پاتیکیږي .

 ډ اکټر روحاني  په هیواد کښې په کورونا وائرسو دککړتیاؤ د احصایو  کمیدو ته په اشارې سره  روښانه کړه ، د بستري کیدونکو ، مړینو او دښه کیدونکو  د شمیر و پشمول  علمی احصایئې ، د ایران د ملت  او طبي  عملې  د ښې کارنامې ښودنه کوي.

 د اسلامی ایران ولسمشر  د ایران په ډیرو صوبو کښې  د کورونا وایرسو پيزواني کولو ته په اشارې سره تاکيد وکړ ، دغه بهیر   ددغې سپيرې ناروغۍ په وړاندې د خلقو تر بشپړ ډاډمنیدو پورې دوام  مومي .

------------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حوالې سره وليکل: ایران تل د افغانستان د حکومت او ولس ترڅنګه ټينګ ولاړ دے.

ډاکټر حسن روحاني پرون  له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني تماس کښې په دغه هیواد کښې د سیاسي ډلو ترمینځ له رامینځته شوې موافقې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: ایران په افغانستان کښې د امنیت او ثبات پراختیا د سیمې د امنیت او ثبات پراختیا ګڼي.

هغه هم داشان له کورونا سره په مبارزه کښې د ایران اقداماتو او بریاو او افغانستاني کډوالو ته د وړیا روغتیايي او درملیزو خدماتو ورکولو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له کرونا سره د مبارزې په لاره کښې افغان وروڼو ته روغتیايي او طبي خدمات به په همدې بهیر سره دوام ولري.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې  افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ایران کښې افغان کډوالو ته د درملیزو خدماتو ورکول او نورې مرستې ډیرې ارزښتمندې وبللې او د ایران له حکومت او ولسه یې قدرونه وکړه.

---------

دتهران يوې بلې  ورځپاڼې کېهان همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د قضائيه قوې د مشر له قوله وليکل:

د امريکې د عوامو په خلاف د دغه هېواد د پولیسو جنایت د دغه هیواد څیره بې نقابه کړه.

د ورځپاڼې له مخې سید ابراهیم رئیسي پرون د قضائیه قوې د مسئولانو د عالي شورا په اونیزه غونډه کښې په دې خبرې سره چې نسل پرستي د امریکې د سلطې او استکباري نظام کښې موجوده ده، زیاته کړه: په امریکه کښې پراخ ولسي احتجاجونه هغه کوټلی قهر دے چې له کلونو راهسې په دغه هیواد کښې په تیره بیا په تورپوستکو کښې د استکباري نظام په حقله موجود دے.

----------

او رسالت ورځپاڼې وليکل:  د ایران د حکومت ویاند وويل:  د ایران د ولس په خلاف د امریکې غیرقانوني بندیزونه به دغه هیواد ته هیڅ ګټه ونه رسوي.

علي ربیعي پرون مازیګر په یوه خبري غونډه کښې د ونزویلا په سواحلو کښې د ایران د تیل وړونکو کشتیو شتون او د امریکې ګواښونو ته په اشارې سره وویل: ایران چې له هر هیواد سره ضروري وګڼي، تجارتي مبادلات به ولري او د ونزویلا سواحلو ته د ایراني کشتیو رسیدل یو ځل بیا د تهران او کاراکاس خلاف په بندیزونو کښې د امریکې د سیاست د ماتې سبب شول او د امریکې لپاره یې په دغې ماتې باندې له داده کیدو پرته بله لاره پرې­نه ښودله.

--------------

اوس هم د پاکستان چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې يې جنګ ورځپاڼه ده، دغې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: د دغه هېواد حکومت د خالي او ايتوار په ورځ په ټول هېواد کښې پوره لاک ډاؤن اعلان کړ او په نورو ورځو کښې يې له ماښام پينځه نه تر اوو بجو پورې له خطره په پاکو سيمو کښې د کاروبار چلولو اجازه ورکړه.

ورځپاڼې همدارنګ د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: ما له وړومبۍ ورځ څخه ويلي دي چې لاک ډاؤن د کورونا حل نه دے، که لاک ډاؤن وکړوو او که نه خو کورونا خپرېدونکې ده او مړينې به هم رامنځته کوي، هغه زياته کړه چې زمونږ د هېواد دوه مسئلې دي یوه کورونا او بله بې وزلي او فقر چې دواړه زمونږ ولس ځپي.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل: د پاکستان د سترې محکمې مشر په دغه هېواد کښې د ډيمونو جوړولو په نامه له بهر هېوادونو څخه د راغليو رقمونو په اړه د تفصيلاتو غوښتنه وکړه، قاضي ګلزار احمد په دې اړه وويل د رقمونو په تحقيقاتو کښې به چا سره بې انصافي ونه شي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د هندي ځواکونو د يو لړ علمياتو په دوران کښې د هغوي په لاسو ديارلس تنه کشميریان ووژل شول. په دغو کښې لس تنه په پونچ سيمه او درې تنه په راجوړي سيمه کښې ووژل شول.

جنګ ورځپاڼې همدارنګ وليکل، په امريکه کښې سخت احتجاجونه مختلفو ښارونو کښې خپارۀ شول، په ځينو ښارونو کښې مظاهره کونکو کرفيو ماته کړه او سړکونو ته راووتل او امريکې د حکومت او پوليسو د نسل پرستۍ په خلاف يې مظاهرې وکړې. د سپينې ماڼۍ مخې ته هم سختې مظاهرې روانې دي. ورځپاڼه زياتوي له بلې خوا د دغه هېواد ولسمشر ټرمپ په يوې بيانيه کښې د امريکې د ټولو صوبو ګورنرانو او د ښارونو ښاروالو ته حکم ورکړ چې له مظاهره کونکو سره سخت سلوک وکړي او وې ځپي.

----------

د پېښور چاپ ورځپاڼې بيا په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: په امریکه کښې د نسل پرستۍ په خلاف د احتجاجونو لمن له امريکې نه بهر اروپا او برطانيې ته هم وغزېده، د امريکې په اکثرو سيمو کښې مظاهرې له پوليسو او امنيتي ځواکونو سره په سختو نښتو او فساداتو بدلې شوې دي. د خبر له مخې ډونالډ ټرمپ د حکومت مخالف تنظيم اينټي فا غېر قانوني اعلان کړ.

د يو بل خبر له مخې د حکومت لخوا د پېټرولو او تېلو د بيو د نور کمي له اعلانه وروسته په خېبر پښتونخوا صوبه کښې اکثر پيټرول پمپونه وتړل شول او مصنوعي بحران يې رامنځته کړ.

---------

د اسلام آباد چاپ دنیا ورځپاڼې بيا وليکل د امريکې په څلوېښتو ښارونو کښې د کرفيو باوجود له تشدده ډکې مظاهرې روانې دي تېره ورځ د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سختو مظاهرو له ويرې په بېنکر کښې پټ شو. په اکثرو ښارونو کښې له پوليسو سره سره فوځي ځواکونه هم د مظاهرينو د ځپنې لپاره وګمارل شول.

-------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سرپرستې کابینې، د افغان سولې او همدا شان د کرونا ویروس د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "سرپرستي؛ هغه ناوړه دود چې ختمېدل غواړي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي ولسمشرۍ ماڼۍ په تېرو دوو ورځو کې دوه کسه د دوو وزارتونو لپاره سرپرست وزیران ټاکلي دي او په نږدې راتلونکي کې به د نورو وزارتونو لپاره هم سرپرست وزیران وګومارل شي.

میسر لیکي د وزیرانو ګومارنه او د کابینې پوره کېدل، د چارو د سمون او پر وخت ترسره کېدو لپاره خورا اړین دي، خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، د سرپرستۍ د ناوړه دود دوام دی.

یکوال پوښتنه کړې اوس هم دا اندېښنه موجوده ده چې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ګډ حکومت هم د ملي یووالي حکومت یوه بله تابلو ده. ۵۰ سلنه کابینه د ولسمشر غني او ۵۰ سلنه به د ډاکتر عبدالله عبدالله له لوري ګومارل کېږي.

 

دا هغه لړۍ ده چې د هر ډول اختلاف د رامنځته کېدو وېره ډېرولی شي. ښايي د اشخاصو پر سر ناندرۍ رامنځته شي، بیا به د یو بل ملاتړي استازي د سرپرست وزیرانو لپاره ستونزې جوړې کړي او په دې توګه به د سرپرستۍ ناوړه دود لا هم روان وي.

---------

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي د افغان سولې په احتمالي هوکړه کې د سیمې د هېوادونو موافقه هم باید په پام کې ونیول شي، که داسې ونه‌شي، د لیکوال په اند که د سيمې د هېوادونو موافقه ترلاسه نه شي افغانستان سولې ته نه‌شي رسېدې.

د لیکوال د ليکنې له مخې همدا اوس، روسيه، چين، پاکستان او ایران، په خپلو کې د افغانستان په اړه ناستې لري.

د ليکوال په قول د پاکستان په شمول د دوی هر یو که په افغان سوله کې همکاري ونه‌کړي په افغانستان او حتی په سیمه کې سوله ناممکنه ده.

-----

انیس دولتي ورځپانې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، کرونا ویروس نه‌یوازې په نړۍ کې د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، بلکې د نړۍ اقتصادي حرکت‌یې هم درولی چې میلیونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانانو روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه‌کړ او نه‌یې هم د قرنطین ټاکلې موده مراعت کړه چې دا مهال په رسمي توګه له ۱۵ زره زیات کسان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي.

------