آمريکائي سېنټر په افغانستان د امريکې په څرګند تيري اعتراف وکړ
د امريکې ري پبلکن سېنټر او د سېنټ د قضائي کمېټۍ مشر په افغانستان کښې د امريکې فوځي شتون څرګند او غېر قانوني تېرے وبلۀ.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې مخې لېنسي ګراهم پرون په افغانستان کښې د امريکې د فوځي پالېسۍ ماتې ته په اشارې سره له واشنګټنه وغوښتل چې په دغه مسلمان هېواد دې خپل تېري ته خاتمه ورکړي.
دغه ري پبلېکن او سېنټر او د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نزدې کس همدارنګ وويل: د واشنګټن ترمشرۍ لاندې بهرني ځواکونه دې له خپل غېرقانوني نولس کلن شتونه وروسته له جنګ ځپلي افغانستانه ووځي او زره تر زره دې په دغه هېواد کښې ډېر زيات فوځي لګښتونه ختم کړي.
په افغانستان د امريکې د څرګند تيري د اعتراف او له دغه هېواده د امريکائي فوځيانو په وتلو د تاکيد په اړه د امريکائي سېنټر څرګندونې په داسې حالاتو کښې کيږي چې د واشنګټن چارواکو په ځلونو په افغانستان کښې د خپل فوځي شتون په دوام تاکيد کړے دے.