د ملګرو ملتو کارپوهان:
په امریکا کښې اعتراضات پلان شوې توکمپالنې ته غبرګون دی
د ملګرو ملتو کارپیژاندو د امریکې د خلکو پراخ اعتراضونه په دغه هیواد کښې پلان شوې توکمپالنې ته غبرګون وباله.
د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو متلو ۶۶ کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کښې په امریکا کښې د خلکو اعتراضونو ته د دغه هیواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ځواب په طریقې باندې په نیوکې سره، د دغو اعتراضونو د ځپلو لپاره له پوځي اقدامه اندیښنه څرګنده کړه.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلې دي: دا ملي غورځنګ د هغې پلان شوې توکمپالنې خلاف یو اعتراض دی چې د حکومت تر ملاتړ لاندې د توکمیز او نسلي تشدد سبب کیږي او عاملان یې له سزا معاف کوي.
د ملګرو ملتو ماهرانو په خپله بیانیه کښې څرګنده کړې ده: نړۍ د بنیادي نسلي نابرابرۍ او د امریکې د تور پوستو او د دغه هیواد د نورو رنګین پوستو خلاف د توکمیزې نابرابرۍ د ردولو لپاره د اعتراضونو کتونکې ده.
د ویلو ده چې د امریکې په مختلفو ښارونو کښې نن سبا د دغه هیواد د پولیسو په توکمپال کړچار باندې د معترضو خلکو پراخې مظاهرې روانې دي.