کابل: د هند او چین سرحدي جنجال نه غواړو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90911-کابل_د_هند_او_چین_سرحدي_جنجال_نه_غواړو
د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د یادې پېښې تر رامنځته کېدا وروسته دواړو هیوادونو پخپلو پولو کې زرګونه عسکرځای پر ځای کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 08:02 Asia/Kabul
  • کابل: د هند او چین سرحدي جنجال نه غواړو

د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د یادې پېښې تر رامنځته کېدا وروسته دواړو هیوادونو پخپلو پولو کې زرګونه عسکرځای پر ځای کړل.

دافغان رسندویو له راپور سره سم د  افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او چین ترمنځ د وروستي رامنځته شوي سرحدي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او د خبرو له لارې د یادې مسئلې د هواري غوښتنه یې کړې ده.

د جون پر ۱۵مه د همالیا په سرحدي سیمه کې د هند او چین د سرحدي عسکرو ترمنځ رامنځته شوې نښتې له امله د هندي چارواکو په وینا دواړو لورو ته تلفات اوښتي خو چین وایی چی د دوی عسکرو ته کوم تاوان ندي رسیدلی دی اوپه دغه نښته کې شل هندی عسکر وژل شوی دي .

د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د یادې پېښې تر رامنځته کېدا وروسته دواړو هیوادونو پخپلو پولو کې زرګونه عسکرځای پر ځای کړل.

د افغانستان د  بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوي نښتې ته په اشاره ویل  سره شوي ،د دې پېښې پایلې د سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې هند او چین دواړه را ولاړې شوي ستونزې د تفاهم او ښه ګاونډیتوب له مخې حل کړي.

هند او چین خپلو کې ۳۵۰۰ کلیومتره ګډه پوله لري، د هند پوځ ویلي چې د وضعیت سمېدو په هدف د داوړو لورو ترمنځ په سرحدي سیمه کې مذاکرات پيل شوي دي.

تر اوسه د دغو مذاکرات نتایج نه دي روښانه شوي.