د جاپان یوه شرکت عجیبه موټرسائیکل جوړ کړی
زمونږ خبریال وايي په جاپان کښې له هوا څخه ډک کیدونکی موټر سائیکل تیار شوی دی .
د جاپان په پلازمینې ټوکیو کښې یو داسې موټر سائیکل جوړ کړی شوی دی چې له هوا څخه ډک کیږي او ورته د ایرپمپ ضرورت شته .
د دغه موټر سائیکل نوم پورټیبل اینډ ایفلیټبل موبایلټي(POrtable and Inflatable MObility) کیښودل شوی دی .
د جاپان کارپیژاندو وویل چې د موټر سائیکل تجارتي ډیزاین یا طراحي په نوره هم ښه کړې شي .
همدا اوس ایر کمپریسر(air compressor) جلا ورکول کیږي چې ورپسې به د موټر سائیکل برخه وي .
د دغه موټرسائیکل چې پینځه (۵) کلوګرامه وزن لري بهرنۍ برخه له مضبوط پلاسټیک څخه جوړه کړې شوي ده چې له هوا په ډکیدا سره ستریږي او د موټر سائیکل بڼه خپلوي .
د دغه موټر سائیکل ترټولو غټه ګټه دا ده که چیرې تاسو لیرې سیمو ته سفر کوئ نو هلته په تلو سره تاسو ته د ګاډو د نه ملاویدا هیڅ اندیښنه نشته .
په سفر کښې له ځان سره یوازې پینځه (۵) کلوګرامه موټر سائیکل یوسئ او له هوا څخه د هغه په ډکولو سره څومره چې مو چې خوښه وي لیرې لاړ شئ یاده دې وي دغه موټرسائیکل یوازې یو ()تن وړلی شي .